واڼا (شال نیوز) : د کوز سویلي وزیرستان په واڼا کې ناڅرګنده وسله والو پر یوه پولیس عسکر ډزې کړې او وژلی یې دی. د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې، پېښه د وانا په دژه غونډۍ چوک کې شوې، چې پکې د غلام حسین په نوم پولیس کانسټېبل وژل شوی دی.
غلام حسین د میټه خان زوی او د وانا تحصیل د غواخواه سیمې اوسېدونکی و. د پېښې وروسته د وژل شوي پولیس عسکر مړی د وانا ضلعي مرکزي روغتون (ډي اېچ کیو) ته وړل شوی دی. تر اوسه د بریدګرو د پېژندګلوۍ، د پېښې د علت او د هغوی د نیولو په اړه نور معلومات نه دي ترلاسه شوي.


ظفر وزير