نیویارک (شال نیوز) : په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي، ویلي طالبان د افغانستان استازیتوب نه کوي او د دوی لخوا د ښځو او نجونو ځپل باید هیڅکله عادي ونه ګڼل شي.

 

نصیر احمد فایق جمعه پر خپله اېکس‌پاڼه له هغو هېوادونو مننه کړې چې د افغان ښځو او نجونو په ملاتړ یې ګډه اعلامیه خپره کړې ده. هغه د اسپانیا، مکسیکو، البانیا او اسټرالیا له استازولیو او د اعلامیې له نورو لاسلیک‌کوونکو مننه کړې او لیکلي یې دي چې افغانستان هم له دې اعلامیې سره یوځای شوی دی.

 

نصیر احمد فایق وویل، د بشري حقونو په پام کې نيول او حساب‌ورکونه باید له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې د تعامل بنسټ وي. اسپانیا، مکسیکو، البانیا، اسټرالیا او ۵۱ نورو هېوادونو او څارونکو بنسټونو د ملګرو ملتونو درېیمې کمېټې ته د افغانستان د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه ګډه اعلامیه وړاندې کړې ده.

 

په اعلامیه کې د ښځو او نجونو وضعیت ډېر خراب بلل شوی او ویل شوي چې په ګڼو راپورونو او د یو شمېر هېوادونو له خوا دغه وضعیت جنسیتي اپارټایډ بلل شوی دی.