کابل (شال نیوز) : د افغانستان د ازادۍ جبهې اعلان کړی چې د بېپیلوټه الوتکو (ډرونونو) د مخنیوي او موخې ته تر رسېدو مخکې د هغوی د شنډولو لپاره یې پرمختللې پوځي ټکنالوجي ترلاسه کړې دي.
دغه جبهې نن سهار وختي په یوه اعلامیه کې ویلي، یادې ټکنالوجۍ اړوندو برخو ته ورپېژندل شوې او په اړه یې روزنه هم ورکړل شوې ده. د اعلامیې له مخې، د دې جبهې ځواکونه د خپلو سنګرونو د دفاع لپاره لازمې او کافي چمتووالی لري.
په اعلامیه کې راغلي، پرمختللو پوځي ټکنالوجیو ته لاسرسی د ازادۍ جبهې د کومانډو ځواکونو عملیاتي وړتیاوې، خوځښت او مانور زیاتوي او د دفاعي ځواک د پیاوړتیا، د دښمن د هوايي او بېپیلوټه الوتکو د بریدونو پر وړاندې د مقابلې او د عملیاتي برلاسۍ د ساتلو په برخه کې مرسته کوي.
د اعلامیې په دوام ویل شوي چې دغه وړتیاوې د دودیزې جګړې په معادلو او د عملیاتو په سیمو کې پر ځمکه او هوا د واکمنۍ په برخه کې اغېزناک رول لوبولی شي. د ازادۍ جبهې ټینګار کړی چې ځواکونه یې په خپلو سنګرونو کې د پوځي زدهکړو او تجربو ترلاسه کولو ته هم دوام ورکوي.
د ازادۍ جبهه په ۱۴۰۰ لمریز کال کې د جمهوري نظام د یوه لوړپوړي چارواکي یاسین ضیا په مشرۍ جوړه شوې ده. دغه جبهه اوسمهال د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې فعالیت لري.
دغې پوځي ډلې په تېرو میاشتو کې له طالبانو سره لږ تر لږه دوه مهمې نښتې کړي چې یوه یې د بدخشان په زیباک ولسوالۍ او بله یې د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې شوې ده.
طالبان له ازادۍ جبهې او همدارنګه له پاکستان سره په نښتو کې له بېپیلوټه الوتکو (ډرونونو) څخه کار اخلي. تر اوسه د طالبانو حکومت د ازادۍ جبهې د یادو ادعاوو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.


شال نیوز