سوات (شال نیوز) : د پاکستان د خیبر پښتونخوا په سوات کې د ملاکنډ سیمې د پولیسو مرستیال مشر (ډي ای جي) زاهد نواز مروت وايي، پولیس به هېچا ته اجازه ورنه کړي چې د خلکو امن او ارام خراب کړي.

 

نوموړي ویلي، د ترهګرو، جنايي ډلو او د نشه‌يي توکو د کاروبار کوونکو پر وړاندې پولیس د اوسپنې د دېوال په څېر ولاړ دي او د خلکو د سر او مال ساتنه یې لومړیتوب دی.

 

زاهد نواز مروت دا څرګندونې د سوات پریس کلب د مشرانو او خبریالانو له یوه پلاوي سره په لیدنه کې کړې دي. په دې لیدنه کې د سوات د پولیسو مشر محمد عمر خان هم حاضر وو.

 

د خبریالانو د پلاوي مشري د سوات پریس کلب مشر فضل رحیم خان او د سوات د خبریالانو ټولنې مشر شهزاد عالم کوله. د ملاکنډ د پولیسو مرستیال مشر ویلي، د ترهګرۍ ختمولو، د جرمونو مخنیوي او د نشه‌يي توکو پر ضد مبارزه کې به هېڅ ډول بې‌غوري او نرمي ونه شي.

 

په دې لیدنه کې خبریالانو په سیمه کې د امن او امان، د خلکو د ستونزو او د پولیسو د چارو په اړه خپلې سپارښتنې هم وړاندې کړې دي. د ښاغلي مروت په وینا، د خبریالانو وړاندیزونه یې په غور اورېدلي او د عملي کېدو لپاره یې د اړینو ګامونو پورته کولو ډاډ ورکړی دی.

 

دواړو خواوو همداراز د پولیسو او خبریالانو ترمنځ د همکارۍ، د خلکو د ستونزو د په ګوته کولو او د اړیکو د لا پیاوړتیا په اړه هم خبرې کړې دي.