اسلام اباد (شال نیوز) : د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر، مولانا فضل الرحمن په پاکستان کې له افغان کډوالو سره د پولیسو او دولتي ادارو پر سخت چلند اندېښنه ښودلې ده.
نوموړي له نړیوالو سازمانونو غوښتي چې پاکستان ته سفر وکړي او له افغان کډوالو سره د دغه هېواد د پولیسو او دولتي ادارو چلند له نږدې وڅاري.
فضل الرحمن ټینګار کړی چې نړیوال سازمانونه باید په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت وڅېړي او د هغوی پر وړاندې د ترسره کېدونکو اقداماتو په اړه له نږدې معلومات ترلاسه کړي.
په وروستیو میاشتو کې په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو، توقیف او افغانستان ته د بېرته ستنولو بهیر دوام لري. دغه راز، ګڼو افغان کډوالو د خپل خوندیتوب او راتلونکي په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي.


شال نیوز