واشنګټن (شال نیوز) : د امریکا حکومت په پام کې لري چې د دغه هېواد په بندي خانو کې ساتل شوي یو شمېر افغانان پاکستان ته ولېږي. په دغو کسانو کې د هغو افغانانو د کورنیو غړي هم شامل دي چې له امریکايي ځواکونو سره یې کار کړی و.

 

د بلومبرګ لا د راپور له مخې، امریکايي چارواکي د دغو افغانانو د لېږد لپاره د یوې ځانګړې الوتنې پر چمتووالي کار کوي، خو تر اوسه یې د الوتنې نېټه او وروستی منزل په رسمي توګه نه دي اعلان کړي.

 

د افغان کډوالو د ملاتړ سازمان، افغان ایواک، د اکتوبر په ۲۶مه په خپل اوونیز راپور کې ویلي چې د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، ښايي دغه الوتنه د نومبر په لومړۍ اوونۍ کې د امریکا له لوزیانا ایالت څخه ترسره شي.

 

د سازمان په وینا، لا څرګنده نه ده چې نیول شوي افغانان به پاکستان ته لېږل کېږي او که نېغ افغانستان ته استول کېږي. افغان ایواک وايي، ځینو نیول شویو افغانانو ته ویل شوي چې پاکستان ته به واستول شي، خو ځینو نورو ته د افغانستان نوم اخستل شوی دی.

 

دغه سازمان دا احتمال هم یاد کړی چې پاکستان به د دغو کسانو افغانستان ته د لېږد لپاره منځنی تمځای وي. د افغان ایواک د معلوماتو له مخې، د نیول شویو کسانو وکیلان هم تر اوسه د الوتنې د وروستي منزل په اړه کره معلومات نه لري.

 

په احتمالي لېست کې د هغو افغانانو د کورنیو غړي هم شامل دي چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې یې له امریکايي ځواکونو او نورو امریکايي ادارو سره همکاري کړې وه.

 

د کډوالو د حقونو مدافعان اندېښنه لري چې افغانستان ته د دغو کسانو ستنول ښايي د ځینو لپاره امنیتي خطرونه ولري، په ځانګړې توګه د هغو افغانانو لپاره چې له امریکايي ځواکونو یا لوېدیځو ادارو سره یې د کار سابقه لرلې ده. د دغو کسانو د نیولو قانوني دلیلونه او د کډوالۍ د دوسیو حالت هم په بشپړ ډول نه دی څرګند شوی.

 

په امریکا، پاکستان، قطر او یو شمېر نورو هېوادونو کې لا هم ګڼ افغانان چې له امریکايي ځواکونو او لوېدیځو ادارو سره یې کار کړی، د خپلو کډوالۍ او بیا مېشتېدو د دوسیو په اړه وروستیو پرېکړو ته انتظار باسي.

 

تر اوسه دا هم نه ده څرګنده چې د پاکستان حکومت له امریکا څخه د دغو افغانانو د منلو په اړه کومه موافقه کړې ده او که نه. امریکايي چارواکو د دې ځانګړې الوتنې رسمي تایید نه دی کړی او د هغو افغانانو کره شمېر هم نه دی څرګند چې د لېږد لپاره په پام کې نیول شوي دي.

 

د افغان کډوالو د ملاتړ سازمانونو غوښتنه کړې چې د نیول شویو کسانو قانوني حقونه دې خوندي وساتل شي او د هر ډول لېږد تر پرېکړې مخکې دې د هغوی امنیتي اندېښنې وڅېړل شي.