اسلام‌ اباد / کابل : د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویلي چې په پاکستان کي د جولایۍ له لسمې وروسته د افغان کډوالو نیونې، چاپې او افغانستان ته د هغوي ایستل زیات شوي دي.

 

ادارې دا معلومات د اګست پر ۲۵مه په خپل تازه راپور کي خپاره کړي او ویلي یې دي چې په ځینو سیمو کي پر مالکانو د افغان کرایه‌ دارانو د کورونو نه د ویستو فشار هم زیات شوی دی.

 

ادارې ویلي، یو شمېر افغان محصلین له قانوني اسنادو سره سره نیول شوي او افغانستان ته لېږل شوي دي. د ادارې په وینا، په نیول شویو کسانو کي د کډوالو د ثبت قانوني کارډ لرونکي افغانان هم شامل دي.

 

په راپور کي د افغانستان امنیتي حالت ته هم اشاره شوې ده. د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي، په بدخشان او ځینو نورو سیمو کي د طالبانو او وسله والو مخالفو ډلو ترمنځ د نښتو او فعالیتونو زیاتېدو د نورو داخلي بې‌ ځایه کېدنو اندېښنه پیدا کړې ده.

 

راپور وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي کړکېچونو هم د خلکو پر تګ راتګ او امنیت اغېز کړی دی. ادارې همداراز ویلي، له ایران څخه د افغانانو ستنېدل او ایستل دوام لري او هلته هم د قانوني اسنادو نه لرونکو افغانانو پر ضد اقدامات روان دي.