بنو (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا په بنو ضلعه کې د جمعې په ورځ، د اکتوبر په ۳۰مه، د ډزو په دوو جلا پېښو کې د ترهګرۍ ضد محکمې (سي ټي ډي) دوه پولیس اهلکار وژل شوي دي.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې، لومړۍ پېښه د بنو د جنرل بس سټېنډ ترڅنګ په برماشېل چوک کې شوې، چې ناڅرګنده وسله والو د صادق خان په نوم پولیس اهلکار په ډزو وژلی دی. د لومړنیو معلوماتو له مخې، صادق خان د سي ټي ډي په محکمه کې ډرېور و.
دویمه پېښه د جمعې په ماښام د بنو په منډۍ بکاخېل سیمه کې شوې، چې نامعلومو وسله والو د سي ټي ډي یو بل پولیس اهلکار ضیاءالله په ډزو وژلی دی.
د ضیاءالله مړی د پوسټ مارټم لپاره د بنو ضلعي مرکزي روغتون ته وړل شوی دی. په دې توګه په بنو کې په یوه ورځ د ډزو په دوو جلا پېښو کې د سي ټي ډي دوه پولیس اهلکار وژل شوي دي.
تر اوسه د دواړو پېښو ذمه واري چا نه ده منلې او د بریدګرو د پېژندګلوۍ او نیولو په اړه د پولیسو رسمي دریځ نه دی ترلاسه شوی.


عبد السلام بېتاب