نوشکي (شال نیوز) : د بلوچستان په نوشکي ضلعه کې د نجونو د ډګري کالج پر زدهکوونکو د ناڅرګنده کسانو د برید او د یو شمېر زدهکوونکو د ټپي کېدو په غبرګون کې د تربت پوهنتون زدهکوونکو احتجاج کړی دی.
دا احتجاج د بلوچ سټوډنټس اېکشن کمېټۍ (بي اېس اې سي) د تربت زون له خوا تنظیم شوی و، چې د پوهنتون ګڼ شمېر زدهکوونکو، نجونو او هلکانو، پکې ګډون کړی و.
احتجاج کوونکو له ځانونو سره شعارونه لرونکي بینرونه او پلې کارډونه لېږدول، چې پر هغو د نجونو پر زدهکوونکو د برید غندنه، د بریدګرو د سمدستي نیولو او په تعلیمي ادارو کې د نجونو د امنیت د ټینګښت غوښتنې لیکل شوې وې.
د احتجاج ګډونوالو وویل، چې د اکتوبر پر ۲۷مه د نوشکي د نجونو پر ډګري کالج د زدهکوونکو برید یوه د اندېښنې وړ پېښه ده، چې له امله یې یو شمېر زدهکوونکې ټپیانې شوې دي.
دوی وویل، د نجونو زدهکوونکو امنیت ساتل د حکومت او اړوندو ادارو مسوولیت دی او دا ډول پېښې د نجونو ترمنځ وېره او اندېښنه زیاتوي. د زدهکوونکو مشرانو په خپلو ویناوو کې وویل، چې پر نجونو تاوتریخوالی او د هغوی وېرول په بلوچستان کې د نجونو د زدهکړو پر وړاندې ستونزې زیاتولای شي.
احتجاج کوونکو له حکومته او د قانون له پلي کوونکو ادارو وغوښتل، چې د پېښې عاملین ژر وپېژني، ویې نیسي او د تعلیمي ادارو، په ځانګړې توګه د نجونو د زدهکړو د مرکزونو امنیت لا اغېزمن کړي.
هغوی ټینګار وکړ، چې نجونې د یوه سولهییز چاپېریال په دننه کې د زدهکړو حق لري او د هغوی پر خوندیتوب باید هېڅ ډول جوړجاړی ونه شي. احتجاج کوونکو همداراز د نوشکي د پېښې د شفافو پلټنو او د مسوولو کسانو د قانون منګولو ته د سپارلو غوښتنه وکړه.


نعيم اچکزئي