نیویارک (شال نیوز) : د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ استازي، عرفات جمال ویلي، له ۲۰۲۳م کال راهیسې شاوخوا ۶.۳ میلیونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي چې د هغوی ۶۰ سلنه په زور له کوربه هېوادونو څخه ایستل شوي او یا بېرته ستنېدو ته اړ شوي دي.
نوموړي خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې پراخه بېوزلي، د کاري فرصتونو نشتوالی، بېکاري او د نړیوالو بشري مرستو کمښت د راستنېدونکو کډوالو وضعیت ورځ تر بلې ستونزمن کړی دی.
د عرفات جمال په وینا، له ګاونډیو هېوادونو څخه د راستنېدونکو افغانانو شمېر د افغانستان د ټول نفوس شاوخوا ۱۵ سلنه جوړوي او ډېری دغه کسان له ایران او پاکستان څخه بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
هغه زیاته کړې چې ګڼ شمېر راستنېدونکي له ستنېدو وروسته له لومړنیو اړتیاوو سره مخ دي او د سرپناه، کار، عاید او هویتي اسنادو د ترلاسه کولو په برخه کې له جدي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ استازي ټینګار کړی چې د راستنېدونکو دومره لوی شمېر په افغانستان کې پر محدودو اقتصادي او ټولنیزو امکاناتو اضافي فشار اچوي او د هغوی د بیا مېشتېدو لپاره پراخو بشري مرستو او نړیوال ملاتړ ته اړتیا ده.
افغانستان داسې مهال د میلیونونو راستنېدونکو کوربه دی چې هېواد له اقتصادي ستونزو، پراخې بېکارۍ او د بشري مرستو له کمښت سره مخ دی او د ګڼو کورنیو لپاره د ژوند د لومړنیو اړتیاوو برابرول هم ستونزمن شوي دي.


شال نیوز