واڼا (شال نیوز) : د کوز سویلي وزیرستان په انګور اډه سیمه کې د احمدزي وزیر د څلورو قومونو یوې قومي جرګې د پاکستان او افغانستان ترمنځ پر سرحدي تاوتریخوالي اندېښنه څرګنده کړې او له دواړو هېوادونو یې غوښتي چې خپل اختلافات د جګړې پر ځای د خبرو له لارې حل کړي.
د جرګې ګډونوالو ویلي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ډزو، مارټر ګولو او درنو وسلو د استعمال له امله د پولې دواړو غاړو ته عام خلک زیانمن کېږي، کورونو ته یې تاوان رسېږي او د ماشومانو، ښځو او سپین ږیرو ژوند له خطر سره مخ شوی دی.
دوی ویلي چې د سرحدي تاوتریخوالي له امله د خلکو په منځ کې وېره خپره شوې، کاروبارونه اغېزمن شوي او د سیمې اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ دي. د جرګې مشرانو ویلي: «موږ جګړه نه غواړو، امن غواړو. نه له افغانستان سره دښمني لرو او نه له پاکستان سره. دواړه زموږ اسلامي ورور هېوادونه دي.»
ګډونوالو له پاکستان او افغانستان غوښتي چې د سرحدي اختلافاتو د حل لپاره خبرې وکړي او داسې اقدامات وکړي چې د عامو خلکو ژوند، کورونه، کاروبارونه او د ماشومانو تعلیم خوندي شي. د جرګې ګډونوالو ټینګار کړی چې د پولې دواړو غاړو ته اوسېدونکي خلک نورې جګړې او بېامنۍ نه شي زغملی.
دوی ویلي چې د سیمې خلک د وسلو د ډزو پر ځای امن، ورورولي او له یو بل سره ښې اړیکې غواړي. جرګې یو ځل بیا له دواړو حکومتونو غوښتنه کړې چې د سرحدي تاوتریخوالي د ختمولو او د تلپاتې امن د ټینګښت لپاره د خبرو لاره خپله کړي.


ظفر وزير