واڼا (شال نیوز) : د پاکستان او افغانستان ترمنځ پر پوله مېشت قبایل وايي، د جګړو، بمباریو او ناامنۍ له امله یې ژوند له سختو ستونزو سره مخ شوی او سلګونه کورنۍ یې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوې دي.

 

د کوز سویلي وزیرستان د واڼې په ګډون د سرحدي سیمو اوسېدونکي وايي، پرله‌ پسې بمبارۍ، د توپونو ډزې، هدفي وژنې او د تښتونو پېښو د خلکو ژوند تریخ کړی دی.

 

د اغېزمنو سیمو د اوسېدونکو په وینا، له تېرو درېیو کلونو راهیسې په ګڼو سیمو کې روغتیايي او ښوونیزې اسانتیاوې په جدي ډول اغېزمنې شوې دي.

 

دوي وايي، په ځینو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو د نشتوالي او د ښوونځیو د تړل کېدو له امله ماشومان له زده‌ کړو پاتې شوي او راتلونکی یې له نامعلوم برخلیک سره مخ دی.

 

د معلوماتو له مخې، سلګونه کورنۍ د ناامنۍ له امله له خپلو کورونو بې‌ ځایه شوې او اوس په خېمو کې ژوند کوي، چې هلته له ګڼو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

 

سرحدي قبایل وايي، جګړو او ناامنۍ یې اقتصادي، ټولنیز او تعلیمي ژوند سخت زیانمن کړی، کاروبارونه یې اغېزمن شوي او د روزګار فرصتونه ورته محدود شوي دي.

 

دوي زیاتوي چې ښځې، ماشومان، سپین‌ ږیري او ناروغان د ناامنۍ او لومړنیو اسانتیاوو د نشتوالي له امله له نورو ستونزو سره هم مخ دي.

 

د سرحدي سیمو اوسېدونکي په داسې حال کې د خپلو ستونزو یادونه کوي چې د هغوي په وینا، له اوږدې مودې راهیسې په سیمه کې د ژوند عادي چارې له خنډونو سره مخ دي.

 

خو په خپرو شویو معلوماتو کې د اغېزمنو کورنیو د ستونزو د حل لپاره د اړوندو چارواکو د اقداماتو په اړه جزئیات نه دي ورکړل شوي.