پکتیا (شال نیوز) : د پکتیا په ډنډه پټان ولسوالۍ کې د پاکستان له لوري د توغول شوې هاوان مرمۍ د ناچاودې سرګلولې چاودنې یو ماشوم وژلی او څلور نور یې ټپیان کړي دي.

 

د طالبانو د پکتیا امنیتي مسوولان وايي، دا پېښه د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د ډنډه پټان ولسوالۍ د شپولې خولې په سیمه کې رامنځته شوې ده.

 

د طالبانو د معلوماتو له مخې، د هاوان مرمۍ سرګلوله تر چاودنې وروسته په سیمه کې پاتې وه چې د چاودنې له امله یې یو ماشوم ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور کسان ټپیان شوي دي. په ټپیانو کې یوه کوچنۍ نجلۍ هم شامله ده.

 

کرمه: پاکستاني پوځ د افغان طالبانو د ډزو په ځواب کې د هغوي پر پوځي پوستو بریدونه کړي
کرمه: پاکستاني پوځ د افغان طالبانو د ډزو په ځواب کې د هغوي پر پوځي پوستو بریدونه کړي

 

د پېښې ټپیان د درملنې لپاره روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي، خو د هغوی د روغتیايي وضعیت په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.

 

دا پېښه داسې مهال کېږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولې په اوږدو کې د نښتو او بریدونو له امله د ملکي وګړو، په ځانګړي ډول د ماشومانو د مرګ‌ژوبلې اندېښنې زیاتې شوې دي.

 

دوه ورځې وړاندې هم د ننګرهار په یوه سیمه کې د پاکستاني ځواکونو په ډزو څلورو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه، چې ماشومان هم پکې شامل وو. څو ورځې مخکې د پښتونخوا چارواکو بیا ویلي و چې طالبانو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې وه.