جوز جان (شال نیوز) : د افغانستان په شمالي جوزجان ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رئیس سیف‌الله محتسم ویلي چې بېوزلي او شتمني د الله تعالی له لوري دي او د ده په وینا، هېڅوک له لوږې نه مري.

 

محتسم په خپلو څرګندونو کې ادعا کړې چې افغانان له کومې ځانګړې ستونزې سره نه دي مخ او یوازې سرپناه ته اړتیا لري.

 

نوموړي ویلي:

 

«فقر او شتمني د الله تعالی له لوري دي، هېڅوک له لوږې نه مري، افغانان هېڅ ستونزه نه لري؛ یوازې د سرپناه اړتیا لري.»

 

د طالبانو د دغه چارواکي څرګندونې په داسې حال کې مخې ته راغلې چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو ادارې په افغانستان کې د بېوزلۍ، خوراکي توکو د کمښت، بېکارۍ او خوارځواکۍ په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي.

 

د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۶م کال د بشري اړتیاوو د ارزونې له مخې، په افغانستان کې شاوخوا ۲۲ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري. دا د هېواد د نفوس نږدې نیمایي برخه جوړوي.

 

د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې پروګرام، یو این هبیتات، د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۴.۲ میلیونه افغانان د سرپناه په برخه کې مرستو ته اړتیا لري، خو موجودې سرچینې یوازې د ۸۸۱ زره کسانو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره بسنه کوي.

 

اوچا: نږدې ۱۶ میلیونه افغانان له سختې لوږې سره مخ دي
اوچا: نږدې ۱۶ میلیونه افغانان له سختې لوږې سره مخ دي
تازه څېړنه: افغانستان ته د بشري مرستو د لېږد بهیر ۹۱ سلنه روښانه نه دی
تازه څېړنه: افغانستان ته د بشري مرستو د لېږد بهیر ۹۱ سلنه روښانه نه دی

 

په افغانستان کې د اوږدې جګړې اغېزې، د کار نشتوالی، له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو ستنېدل، وچکالي او نور اقلیمي ګواښونه د خلکو اقتصادي او بشري ستونزې زیاتې کړې دي.

 

د طالبانو د چارواکي دا ادعا چې هېڅوک له لوږې نه مري، د هغو نړیوالو بشري ارزونو له موندنو سره په ټکر کې ده چې په افغانستان کې د خوراکي توکو د کمښت او شدیدې خوارځواکۍ خطرونه په ګوته کوي.

 

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې، اوچا، د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۵م کال له نومبره د ۲۰۲۶م کال تر مارچ پورې شاوخوا ۱۷.۴ میلیونه افغانان د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ وو. په دوی کې ۴.۷ میلیونه کسان د خوراکي ناامنۍ په بېړني حالت کې وو.

 

د فرانس پرېس خبري اژانس د اکتوبر پر ۲۸مه راپور ورکړی چې په جوزجان کې د کډوالو له ستنېدو وروسته د کار موندل ستونزمن شوي او د کورونو کرایې لوړې شوې دي.

 

د دغه راپور له مخې، د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رئیس دا ادعا هم کړې چې په افغانستان کې بېکاره کسان نشته، مګر هغه خلک چې کار کولو ته زړه نه ښه کوي. نوموړي ویلي چې د کورونو د کرایو د کنټرول لپاره یې یوه کمېټه جوړه کړې ده.