بنو (شال نیوز) : د بنو میونسپل کمېټۍ ملازمین وايي چې له تېرو څلورو میاشتو راهیسې ورته تنخاګانې نه دي ورکړل شوې او له نوکرۍ فارغ شوي ملازمین هم د خپلو پنشنونو د پاتې پیسو ترلاسه کولو ته په تمه دي.

 

د میونسپل کمېټۍ ملازمینو د تنخاګانو او پنشنونو د نه ورکولو پر ضد د میونسپل کمېټۍ په دفتر کې احتجاج کړی او خبرداری یې ورکړی چې که غوښتنې یې ونه منل شي، نو د دفترونو کارونه به بند کړي.

 

د احتجاج پر مهال د میونسپل ملازمینو د اتحادیې مشر نذیرالله اعوان خبریالانو ته وویل چې له ملازمینو هره ورځ پوره کار اخستل کېږي، خو له تېرو څلورو میاشتو راهیسې ورته تنخاګانې نه دي ورکړل شوې.

 

نوموړي وویل چې د تنخاګانو د نه ترلاسه کولو له امله ملازمین له سختو مالي ستونزو سره مخ دي او له نوکرۍ فارغ شوي کسان هم د خپلو پنشنونو د پاتې پیسو لپاره سرګردانه دي.

 

نذیرالله اعوان زیاته کړه چې پر ټېکه دارانو هم د میونسپل کمېټۍ لویې پیسې پاتې دي، خو د دغو پیسو د ترلاسه کولو لپاره اغېزمن ګامونه نه دي اخستل شوي.

 

هغه له اړوندو چارواکو وغوښتل چې د ملازمینو د څلورو میاشتو تنخاګانې او د پخوانیو ملازمینو د پنشنونو پاتې پیسې دې سمدستي ورکړي.

 

نذیرالله اعوان خبرداری ورکړ چې که په راتلونکو څو ورځو کې تنخاګانې ورنه کړل شي، نو احتجاجونه به پراخ کړي او د قلم پرېښودو او کاربندیز لړۍ به پیل کړي.

 

هغه وویل چې د کارونو د بندېدو ټول مسؤلیت به د اړوندو چارواکو پر غاړه وي. د میونسپل کمېټۍ د چارواکو دریځ په ترلاسه شوو معلوماتو کې نه دی شامل.