کابل (شال نیوز) : ملګري ملتونه وايي، نږدې ۱۶ ميلیونه افغانان له سختې لوږې سره مخ دي چې له دې ډلې ۳.۴ میلیونه کسان په بېړني وضعیت کې ژوند کوي.

 

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وویل، ویاندې٬ اولګا چرویکو د سې‌شنبې په ورځ کابل کې خبریالانو ته وویل، سره له دې چې د کرنیزو محصولاتو حاصلات ښه شوي؛ خو لاهم په افغانستان کې میلیونونه کورنۍ د کافي خوراکي توکو د پېرلو توان نه‌ لري.

 

هغې چې له شمال‌ختیځو سیمو لیدنه کړې وویل:

 

“د کرنیزو محصولاتو حاصلاتو او په بازارونو کې د خوراکي توکو له زیاتولي سره، سره ښایي کورنۍ وږې پاتې شي.”

 

د چرویکو په وینا، ستونزه یوازې د خوراکي توکو کمښت نه‌دی؛ بلکې بې‌کاري، د عاید کمښت او بنسټیزو خدمتونو ته محدود لاسرسی هم د دې لامل شوی چې ګڼې کورنۍ د خپل ژوند لومړنۍ اړتیاوې نه‌شي پوره کولی.

 

هغې زیاته کړه:

 

“ما له نږدې ولیدل چې ستونزه یوازې د خوړو د شته‌والي نه ده؛ بلکې دا هم مهمه ده چې خلک د خوړو د پېرلو توان لري که نه، عاید ترلاسه کولای شي که نه، بنسټیزو خدمتونو ته لاسرسی لري که نه او دا چې د راتلونکي ناورین پر وړاندې د مقابلې لپاره ورسره څه پاتې دي که نه.”

 

نوموړې خبرداری ورکړ چې وضعیت د لا کړکېچنېدو په حال کې دی او د کلونو جګړو، اقتصادي ستونزو، وچکالۍ او پرله‌پسې ناورینونو د ستونزمنو حالاتو سره یې د کورنیو د مقابلې توان سخت کمزوری کړی.

 

هغې وویل، له لوږې سره مخ د مېلیونونه کسانو د شمېرو تر شا ماشومان هم شته چې مور او پلار یې د مغذي خوړو د پېرلو توان نه لري او داسې کورنۍ هم شته چې نور د ژوند د دوام لپاره کافي سرچینې نه لري.

 

چرویکو وویل، د خلکو د ژوند ژغورلو لپاره بشري مرستې اړینې دي؛ خو دغه مرستې نه شي کولای د تل لپاره د کاري فرصتونو او عامه خدمتونو تشه ډکه کړي. هغې خبرداری ورکړی چې نړۍواله ټولنه باید د ژمي له رارسېدو مخکې اقدام وکړي، نه هغه مهال چې کورنۍ د خپلو اړتیاوو پوره کولو ټولې لارې له لاسه ورکړي.

 

نوموړې زیاته کړه، د نوموړې وروستیو لیدنو ښودلې چې د افغانستان کړکېچ یوازې د بېړنیو مرستو له لارې نه شي حل کېدای؛ بلکې د دې لپاره چې دغه وضعیت بیا تکرار نه شي، باید خلکو ته کاري فرصتونه او د دوامدار عایداتي سرچینې برابرې شي.