کابل (شال نیوز) : د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، د ۲۰۲۶ کال له جنورۍ څخه د اګست تر پایه په افغانستان کې شاوخوا ۹۳ لکه کسانو بشري مرستې ترلاسه کړې دي، خو د بودیجې د کموالي له امله میلیونونه نور اړمن خلک لا هم مرستو ته اړتیا لري.

 

د اوچا د خپرو شوو معلوماتو له مخې، په افغانستان کې سږ کال شاوخوا دوه کروړه او ۱۹ لکه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري، چې دا د دغه هېواد د ټول نفوس نږدې ۴۵ سلنه جوړوي.

 

ملګرو ملتونو او مرستندویه ادارو پلان درلود چې د ۲۰۲۶ کال په اوږدو کې یو کروړ او ۷۵ لکه کسانو ته مرستې ورسوي، خو د اګست تر پایه یې د دغه هدف شاوخوا ۵۳ سلنه پوره کړی دی.

 

د راپور له مخې، په تېرو اتو میاشتو کې ۵۱ لکه کسانو خوراکي مرستې ترلاسه کړې دي. همدارنګه ۴۰ لکه کسانو ته روغتیايي خدمات او ۲۶ لکه کسانو ته د خوراک او تغذیې اړوند مرستې رسول شوې دي.

 

اوچا وايي، ۳۳ لکه کسانو د خوندیتوب په برخه کې مرستې ترلاسه کړې دي، خو د زده‌کړو او سرپناه په برخو کې د مرستو رسولو بهیر له ستونزو سره مخ دی.

 

د زده‌کړو په برخه کې د شپږ لکه او ۱۴ زره ماشومانو لپاره د مرستو هدف ټاکل شوی و، خو د اګست تر پایه یوازې دوه لکه او ۱۵ زره ماشومانو ته مرستې رسېدلې دي. همدارنګه د سرپناه په برخه کې له اتو لکه او ۸۱ زره اړمنو کسانو څخه یوازې دوه لکه او ۲۸ زره کسانو مرستې ترلاسه کړې دي.

 

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۱۴ لکه کسانو لږ تر لږه په درېیو بېلابېلو برخو کې بشري مرستې ترلاسه کړې دي، په داسې حال کې چې د دې ډول مرستو لپاره ۵۲ لکه کسان په پام کې نیول شوي وو.

 

د اوچا په وینا، د افغانستان د ۲۰۲۶ کال د بشري مرستو د پلان د عملي کولو لپاره یو میلیارد او ۷۱۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده، خو د اګست تر پایه یوازې ۵۱۲ اعشاریه ۹ میلیونه ډالر برابر شوي وو.

 

رباب فاطمه: ملګري ملتونه به له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي
رباب فاطمه: ملګري ملتونه به له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي
تازه څېړنه: افغانستان ته د بشري مرستو د لېږد بهیر ۹۱ سلنه روښانه نه دی
تازه څېړنه: افغانستان ته د بشري مرستو د لېږد بهیر ۹۱ سلنه روښانه نه دی
اوچا: نږدې ۱۶ میلیونه افغانان له سختې لوږې سره مخ دي
اوچا: نږدې ۱۶ میلیونه افغانان له سختې لوږې سره مخ دي

 

دا په دې معنا ده چې د اړتیا وړ بودیجې نږدې ۷۰ سلنه، یا شاوخوا یو میلیارد او ۲۰۰ میلیونه ډالر، لا نه دي برابر شوي. د بودیجې کموالی د مرستو په بېلابېلو برخو کې هم لیدل کېږي. د سرپناه لپاره یوازې شپږ سلنه، د پاکو اوبو او حفظ الصحې لپاره ۱۲ سلنه او د خوراکي خوندیتوب او کرنې لپاره ۱۶ سلنه اړینه بودیجه برابره شوې ده.

 

اوچا خبرداری ورکړی چې که د مرستو لپاره کافي پیسې برابرې نه شي، ښايي نور روغتیايي مرکزونه هم وتړل شي، خوراکي مرستې کمې شي او د ماشومانو او میندو د تغذیې خدمات نور هم محدود شي.

 

دغه اداره وايي، ښځو او نجونو ته د بشري مرستو رسول باید د مرستندویه ادارو له مهمو لومړیتوبونو څخه وي. په افغانستان کې له څو لسیزو جګړو، بې‌وزلۍ، طبیعي پېښو او اقتصادي ستونزو وروسته میلیونونه کورنۍ لا هم پر بشري مرستو متکي دي.

 

د اوچا د معلوماتو له مخې، که څه هم د روان کال په لومړیو اتو میاشتو کې ۹۳ لکه کسانو مرستې ترلاسه کړې دي، خو د بودیجې کموالی د دې سبب شوی چې ګڼ شمېر اړمن خلک لا هم له مرستو بې‌برخې پاتې شي.