جلال اباد (شال نیوز) : د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې رباب فاطمې ننګرهار ته د خپل لومړي ولایتي سفر پر مهال ویلي چې ملګري ملتونه له افغانانو سره مرستو او ملاتړ ته ژمن دي.

 

د یوناما د خبرپاڼې له مخې، رباب فاطمې په ننګرهار کې د طالبانو له سیمه‌ییزو چارواکو، ښځو، قومي مشرانو، سوداګرو او له بهرنیو هېوادونو څخه له راستانه شویو افغان کډوالو سره لیدلي دي.

 

په دغو لیدنو کې د ننګرهار د خلکو پر اقتصادي او ټولنیزو ستونزو، د کډوالو پر وضعیت او د هغوی پر اړتیاوو خبرې شوې دي.

 

یوناما وايي، رباب فاطمې د بېلابېلو ټولنیزو ډلو ستونزې او غوښتنې اورېدلې او ټینګار یې کړی چې ملګري ملتونه به د افغانانو د ملاتړ او د هغوی د ستونزو د هواري لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

 

رباب فاطمه د روان ۲۰۲۶ کال د جولای پر ۱۵مه د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوټېرېش له خوا د افغانستان لپاره ځانګړې استازې وټاکل شوه او د اکتوبر پر ۱۸مه یې په کابل کې خپله دنده پیل کړه.

 

رباب فاطمه: د افغانانو وړتیاوې او هیلې له ننګونو ډېرې لوړې دي
رباب فاطمه: د افغانانو وړتیاوې او هیلې له ننګونو ډېرې لوړې دي
رباب فاطمه د افغانستان لپاره د یوناما د نوې مشرې په توګه نومول شوې
رباب فاطمه د افغانستان لپاره د یوناما د نوې مشرې په توګه نومول شوې

 

ننګرهار ته د هغې سفر په داسې حال کې شوی چې په افغانستان کې د ښځو پر زده‌کړو، کار او ټولنیز ژوند د طالبانو محدودیتونه لا هم پر ځای دي.

 

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، طالبانو د ۲۰۲۵ کال له سپټمبر راهیسې د دغه سازمان په دفترونو کې د افغان ښځینه کارکوونکو د کار مخه نیولې ده.

 

ملګرو ملتونو ویلي چې دغه محدودیتونه یې د مرستندویه فعالیتونو پر وړاندې ستونزې پیدا کوي او اړمنو افغان ښځو ته د مرستو رسول اغېزمنوي.