ننګرهار (شال نیوز) : د افغانستان د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د ننګرهار په درهنور ولسوالۍ کې د ۴۴ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه عمومي روغتون د جوړولو د بنسټ ډبره کېښوده.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، دغه روغتون به د سیمې اوسېدونکو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړي. د عامې روغتیا وزیر ډاډ ورکړی چې د روغتون لپاره به مسلکي کارکوونکي، اړین تجهیزات او نورې اسانتیاوې هم برابرې شي.
د یاد روغتون د جوړولو موخه د درهنور ولسوالۍ د اوسېدونکو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه او روغتیايي خدماتو ته د هغوی د لاسرسي ښه کول بلل شوي دي.


شال نیوز