هانګ کانګ (شال نیوز) : د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د هانګ کانګ د شپږیزو سیالیو په پایلوبه کې د اسټرالیا لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د دغو سیالیو اتلولي خپله کړه.
دا لومړی ځل دی چې افغانستان د هانګ کانګ د شپږیزو سیالیو جام ګټي او په دې توګه یې د کرکټ په برخه کې یوه بله لاسته راوړنه خپل نوم ته ثبت کړه.
د پایلوبې پچه اسټرالیا وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه. د اسټرالیا لوبډلې په ټاکلو شپږو اورونو کې د خپلو لوبغاړو په سوځېدو سره افغانستان ته د ۱۱۵ منډو هدف وټاکه.
افغان لوبډلې د هدف ترلاسه کولو لپاره په چټکه توګه توپ وهنه وکړه او د لوبې په وروستي اور کې یې د دوو لوبغاړو په زیان ټاکل شوی هدف پوره کړ او په دې توګه یې د اتلولۍ جام وګاټه.
د افغانستان لپاره په توپ وهنه کې عمران میر ښه وځلېد او نیمه سلیزه یې جوړه کړه، چې د لوبډلې په بریا کې یې مهم رول درلود. افغانستان په دغو سیالیو کې ټولې څلور لوبې ترسره کړې او په ټولو کې یې د خپلو سیالانو پر وړاندې بریاوې خپلې کړې دي.
د هانګ کانګ په شپږیزو سیالیو کې د هند، پاکستان، اسټرالیا، سویلي افریقا او انګلستان په ګډون د نړۍ ۱۲ لوبډلو ګډون کړی و.
د افغانستان لوبډلې په دغو سیالیو کې د پرلهپسې بریاوو او په پایلوبه کې د اسټرالیا د ماتولو له لارې وښوده چې د لنډو اورونو په کرکټ کې هم د سیالۍ او اتلولۍ وړتیا لري.


شال نیوز