کابل (شال نیوز) : د طالبانو حکومت د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانو ترینګلتیاوو د هواري لپاره د امریکا د احتمالي منځګړیتوب هرکلی کړی دی.

 

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې په یوه غږیز پیغام کې ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستونزو د هواري لپاره د واشنګټن د ګټور رول هرکلی کوي.

 

خو مجاهد د افغانستان له خاورې پر پاکستان د وسله‌والو د بریدونو په اړه د روبیو څرګندونې یو اړخیزې بللې او ویلي یې دي چې د امریکا معلومات د پاکستان پر ادعاوو ولاړ دي.

 

طالبانو د مارکو روبیو څرګندونې یو اړخیزې وبللې او پاکستان یې د کړکېچ پړه وباله
طالبانو د مارکو روبیو څرګندونې یو اړخیزې وبللې او پاکستان یې د کړکېچ پړه وباله

 

نوموړي پاکستان د دواړو هېوادونو ترمنځ د شخړو په پیلولو تورن کړی او ویلي یې دي چې طالبان هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د پاکستان یا کوم بل هېواد پر ضد وکاروي.

 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د شنبې په ورځ په اتلانتا کې خبریالانو ته ویلي وو چې واشنګټن د افغانستان له خاورې د وسله‌والو د بریدونو په اړه د پاکستان اندېښنې اورېدلې دي.

 

روبیو ویلي چې پاکستان په دې باور دی چې طالبانو د دغو بریدونو د مخنیوي لپاره کافي اقدامات نه دي کړي. نوموړي زیاته کړې چې امریکا له طالبانو سره نږدې اړیکې نه لري، خو د ترهګرۍ مخالفت کوي، که له هر ځایه سرچینه اخلي او هدف یې هر څوک وي.

 

روبیو ویلي چې واشنګټن چمتو دی د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو په هواري کې ګټور رول ولوبوي، که داسې امکان برابر شي. د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې په وروستیو کې د سرحدي نښتو او د تحریک طالبان پاکستان د فعالیتونو پر سر ترینګلې شوې دي.

 

پاکستان تور پورې کوي چې د تحریک طالبان پاکستان وسله‌وال د افغانستان خاوره د بریدونو لپاره کاروي، خو د طالبانو حکومت دا تورونه ردوي. تر اوسه امریکا د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمي منځګړیتوب د پیل اعلان نه دی کړی.