تورخم (شال نیوز) : د خېبر ضلعې په تورخم کې د پاکستاني او افغان سرحدي ځواکونو ترمنځ د اتوار په ورځ د یوې لانجمنې امنیتي پوستې د جوړولو پر سر ډزې شوې چې له امله یې پوله تړل شوې او افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ درېدلې ده.

 

په تورخم کې پاکستاني چارواکي وايي، افغان سرحدي ځواکونو د زنګلي په نوم پر هغې امنیتي پوستې یو ځل بیا د جوړولو او ترمیم کار پیل کړی چې له پولې سل متره لرې د افغانستان په خاوره کې پرته ده.

 

د چارواکو په وینا، پاکستان تر دې وړاندې هم د دغې پوستې پر جوړولو اعتراضونه کړي وو، خو افغان لوري کار نه و بند کړی.

 

پاکستاني امنیتي چارواکي وايي، کله چې افغان ځواکونو د دوی اعتراضونو ته پام ونه کړ، پاکستاني سرحدي ځواکونو په سپکو وسلو ډزې وکړې. افغان ځواکونو هم په ځواب کې د پاکستان پر سرحدي پوستو ډزې وکړې. د دواړو خواوو ترمنځ ډزې نږدې یو ساعت روانې وې.

 

پاکستاني چارواکي وايي، په دغو ډزو کې د دوی لوري ته چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او نه هم سرکاري ودانیو ته زیان رسېدلی دی. د ډزو له پیل سره سم د تورخم پوله وتړل شوه چې له امله یې افغانستان ته ستنېدونکو افغان کډوالو او د پولې دواړو غاړو ته د اوسېدونکو خلکو ترمنځ وېره خپره شوه.

 

د سیمې یوه اوسېدونکي سراج خان وویل چې ده شاوخوا شل ګاډي ولیدل چې افغان کډوالې کورنۍ پکې سپرې وې او د ډزو له پیل وروسته د تورخم له زیرو پواینټ څخه په بېړه بېرته وګرځېدل.

 

د نوموړي په وینا، پوله د سهار شاوخوا یوولس نیمې بجې وتړل شوه او له دې سره افغانستان ته د بې اسناده افغان کډوالو د ستنولو لړۍ هم ودرېده. هغه وویل چې د پولې له تړل کېدو سره د امیګرېشن، کسټم او نورو سرکاري ادارو دفترونه هم وتړل شول.

 

سراج خان زیاته کړه چې د ډزو پر مهال د سیمې زیاتره اوسېدونکي په خپلو کورونو کې پاتې شول، ځکه وېره وه چې د ډزو ګولۍ به پرې ولګېږي.

 

پاکستاني چارواکي وايي، حالات له نږدې څاري او پوله به هغه وخت د افغان کډوالو د ستنولو لپاره بېرته پرانیزي چې ډاډ ترلاسه کړي افغان ځواکونو د لانجمنې پوستې د جوړولو کار بند کړی دی.

 

د پاکستاني امنیتي چارواکو په وینا، څو کاله وړاندې د پاکستان او افغانستان ترمنځ هوکړه شوې وه چې دواړه هېوادونه به د پولې په دواړو غاړو کې تر سل متره واټن پورې نوې امنیتي پوستې او نورې امنیتي ودانۍ نه جوړوي.

 

پاکستاني چارواکي تور پورې کوي چې افغان لوري په تېرو کلونو کې څو ځله له دې هوکړې سرغړونه کړې چې له امله یې د تورخم پوله هم په بېلابېلو وختونو کې په عارضي توګه تړل شوې ده.

 

بلخوا، د افغانستان سرحدي ځواکونو ویاند وايي، د تورخم دروازې ته څېرمه د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ د وسله‌والې نښتې راپورونه ناسم دي او په سیمه کې د داسې کومې پېښې خبر نشته.

 

تورخم د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تجارت او تګ راتګ یوه مهمه لاره ده چې له همدې لارې بې اسناده افغان کډوال هم خپل هېواد ته ستنېږي.