نوښار (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا په نوښار ضلعه کي پولیسو د افغان کډوالو پر ضد د عملیاتو پر مهال د شپږو کورنیو ۴۶ کسان نیولي چې ښځې او ماشومان هم پکي شامل دي.
د پولیسو سرچینو شال نیوز ته ویلي چې دغه عملیات د نوښار ضلعې په اکبرپوره، پبۍ، اکوړه خټک، جلوزو او د نورو تاڼو په حدودو کي ترسره شوي دي. د سرچینو په وینا، نیول شوي کسان د افغانستان وګړي دي چې د قانوني اسنادو پرته په پاکستان کي اوسېدل.
پولیس وايي چې د دغو شپږو کورنیو ټول ۴۶ غړي یې د پاکستان څخه د ایستلو لپاره په خپله ولکه کي اخستي او اړوندو چارواکو ته یې سپارلي دي.
تر اوسه دا نه ده څرګنده چې په نیول شوو کسانو کي څومره ښځې او ماشومان دي او ایا دغه کورنۍ افغانستان ته لېږدول شوې او که لا هم د ایستلو د قانوني بهیر بشپړېدو ته انتظار باسي.


ندیم مشواني