کراچۍ (شال نیوز) : سندـ هایکورټ د محمد سلیم په نوم د یوه بندي د اپیل تر اورېدو وروسته له هند سره د جاسوسۍ او د پاکستان پر ضد د سازش په تور د هغه سزاګانې ختمې کړې دي. عدالت ویلي چې څارنوالۍ له هندي استخباراتي ادارې «را» سره د نوموړي د اړیکو د ثابتولو لپاره کافي او باوري ثبوتونه نه دي وړاندې کړي.

 

محمد سلیم ته تر دې وړاندې د جاسوسۍ، د پاکستان پر ضد د سازش، د غیرقانوني وسلو او چاودېدونکو موادو د ساتلو په تورونو سزاګانې اورول شوې وې.

 

د عدالتي پرېکړې د راپور له مخې، سندهـ هایکورټ د نوموړي اپیل تر یوې اندازې منلی او ویلي یې دي چې هند ته سفر کول په یوازې ځان د دې ثبوت نه شي کېدای چې یو کس له دغه هېواد له استخباراتي ادارو سره اړیکې لري.

 

عدالت څرګنده کړې چې د جاسوسۍ او د ریاست پر ضد د سازش په څېر د درنو تورونو د ثابتولو لپاره یوازې شکونه او اټکلونه کافي نه دي، بلکې څارنوالۍ باید داسې شواهد وړاندې کړي چې د تورن کس په جرم کې د ګډون ادعا پرې ثابته شي.

 

د پرېکړې له مخې، څارنوالۍ ونه شوای کړای چې له «را» سره د محمد سلیم د اړیکو یا د پاکستان پر ضد په کوم سازش کې د هغه د ګډون ادعا په باوري ثبوتونو ثابته کړي.

 

له همدې امله عدالت د سازش او ترهګرۍ اړوند د هغه سزاګانې ختمې کړې دي. خو سندهـ هایکورټ د نوموړي ټولې سزاګانې نه دي ختمې کړې.

 

عدالت د چاودېدونکو موادو د ساتلو په قضیه کې د محمد سلیم د عمر قید سزا په لس کاله بند بدله کړې، په داسې حال کې چې د غیرقانوني وسلو د ساتلو لس کلنه سزا او ورسره لګول شوې جریمه یې پر خپل ځای پرېښې دي.

 

په دې توګه محمد سلیم له جاسوسۍ او سازش سره له اړوندو سزاګانو خلاص شوی، خو د وسلو او چاودېدونکو موادو په قضیو کې یې سزاګانې لا هم پر ځای دي.

 

د دې پرېکړې له مخې، د نوموړي د خوشې کېدو مسئله به د پاتې سزاګانو، د بند د تېرې شوې مودې او د اړوندو قانوني احکامو له مخې ټاکل کېږي.

 

تر اوسه په ورکړل شویو معلوماتو کې دا نه دي څرګند شوي چې محمد سلیم په کوم کال نیول شوی و، لومړنۍ سزا ورته کوم عدالت اورولې وه او څومره موده یې په بند کې تېره کړې ده.