کابل (شال نیوز) : د افغانستان پخواني جهادي مشر، عبدالرب رسول سیاف د افغانستان او خلکو د برخلیک په اړه دعا کړې او له الله تعالی یې غوښتي چې د افغان ولس نیمګړي ارمانونه ور پوره کړي.
سیاف پر خپله ایکس پاڼه لیکلي: “الهی! زمونږ د مجاهد ولس نیمګړي ارمانونه ور پوره کړه.”
عبدالرب رسول سیاف، چې د افغانستان د جهاد له مشهورو مشرانو څخه ګڼل کېږي، اوس په ترکیه کې جلاوطنه ژوند کوي او وخت ناوخت د افغانستان د وضعیت او د هېواد د راتلونکي په اړه خپل نظرونه او دعاوې له خلکو سره شریکوي.
نوموړی په خپلو څرګندونو کې کله ناکله د طالبانو پر سیاستونو او کړنو هم نیوکې کوي او د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه اندېښنې څرګندوي.
د سیاف دغه تازه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې افغانستان له سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخ دی او د طالبانو له واکمنۍ وروسته د هېواد د سیاسي راتلونکي، د خلکو د اساسي حقونو او د یوه ټولشموله نظام د جوړېدو په اړه بحثونه لا هم دوام لري.


شال نیوز