کابل (شال نیوز) : د افغانستان د پخواني جمهوري حکومت د عدلیې وزیر فضل احمد معنوي ادعا کړې چې د پاکستان یوه امنیتي او ډیپلوماټیک پلاوي د اکتوبر په ۲۲مه په کندهار کې د طالبانو له چارواکو سره پټې خبرې کړې او د اسلام‌اباد پر یو شمېر غوښتنو مشروطه هوکړه شوې ده.

 

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دغې پټې ناستې او له پاکستان سره د هوکړې ادعا رد کړې ده. فضل احمد معنوي پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د پاکستاني پلاوي مشري عنایت حسین کوله او په پلاوي کې د دغه هېواد د امنیتي ادارو څلور غړي، د بهرنیو چارو وزارت یو استازی او په کابل او کندهار کې د پاکستان قونسلي چارواکي شامل وو.

 

د معنوي د ادعا له مخې، پاکستان په دې ناسته کې پنځه غوښتنې وړاندې کړې وې چې پکې د تحریک طالبان پاکستان د مشرانو سپارل، له افغانستانه پاکستان ته د افغان وسله والو د تګ مخنیوی، په پاکستان کې د طالبانو د شتمنیو او ملکیتونو پلورل، په جلال‌اباد کې د هند د قونسلګرۍ تړل او د افغانستان له لارې ایران ته د روسیې د لوژستیکي مرستو د لېږد مخنیوی شامل وو.

 

یوسفزی: له اوږدې مودې وروسته د پاکستان او طالبانو ترمنځ لومړۍ لیدنه شوې
یوسفزی: له اوږدې مودې وروسته د پاکستان او طالبانو ترمنځ لومړۍ لیدنه شوې
طالب ویاند: پاکستان چمتو نه دی چې سوله‌ ییز حل ته ورسېږو
طالب ویاند: پاکستان چمتو نه دی چې سوله‌ ییز حل ته ورسېږو
ملګري ملتونه: په تورخم کې نښتې د ملکي وګړو امنیت ګواښي
ملګري ملتونه: په تورخم کې نښتې د ملکي وګړو امنیت ګواښي

 

معنوي ادعا کړې چې طالبانو د پاکستان پر لومړیو څلورو غوښتنو مشروطه موافقه کړې، خو پنځمه غوښتنه یې نه ده منلې. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د اکتوبر په ۳۱مه د دې ادعا په ردولو سره ویلي چې له پاکستان سره د اختلافاتو د حل لپاره خبرې شوې، خو تر اوسه یې کومه پایله نه ده ورکړې.

 

مجاهد ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پیغامونو تبادلې او د منځګړو هېوادونو هڅې هم د اختلافاتو په هواري کې بریالۍ شوې نه دي. نوموړي ټینګار کړی چې حکومت یې لا هم د خبرو اترو له لارې د ستونزو پر سوله‌ییز حل باور لري.

 

د پاکستان حکومت تر اوسه د معنوي د ادعا په اړه رسمي دریځ نه دی څرګند کړی. شال نیوز په خپلواکه توګه د کندهار د ادعا شوې پټې ناستې، د پاکستان د پنځو غوښتنو او د دواړو لوریو ترمنځ د احتمالي هوکړې پخلی په خپلواکه توګه نه شی کولی.