کابل (شال نیوز) : افغان لیکوال او شنونکی، سمیع یوسفزی د خپلو سرچینو پر بنسټ وايي، له اوږدې مودې ترینګلتیا وروسته په کندهار کې د پاکستان قونسل، شهباز حسین او یو شمېر نورو پاکستاني چارواکو د کندهار لپاره د طالبانو له والي، ملاشېرین اخند سره لیده کاته او خبرې اترې کړې دي.

 

یوسفزي پر خپل ایکس لیکلي: “په کندهار کې یوې طالب سرچینې دغه لیدنه مثبته بللې او ویلي یې دي چې دواړو لورو د خپلو مشرانو لپاره پیغامونه تبادله او یو بل ته رسولي دي.”

 

 

 

د هغه په خبره، که څه هم د دغې لیدنې او خبرو اترو د جزییاتو په اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي، خو دا لیدنه ښايي د دواړو لورو ترمنځ د اړیکو د بیا پیل لپاره یو مهم ارتباطي فرصت او د اسلام‌اباد او د طالبانو د حکومت ترمنځ د ترینګلتیاوو د کمولو پر لور یو احتمالي ګام وي.

 

افغانستان د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ اړیکې چې یو وخت نږدې او دوستانه بلل کېدې، په وروستیو کې په سختو ترینګلتیاوو او ښکاره دښمنۍ بدلې شوې دي. تر اوسه پاکستان او افغان طالبانو د یادې لیدنې جزییات نه دي رسنیز کړي.

 

طالب ویاند: پاکستان چمتو نه دی چې سوله‌ ییز حل ته ورسېږو
طالب ویاند: پاکستان چمتو نه دی چې سوله‌ ییز حل ته ورسېږو

 

د ۲۰۲۱م کال اګست کې طالبانو په بیا واکمنېدو سره پاکستان له لومړنیو هېوادونو څخه و چې په سیمه کې یې د دوی واک ته د خوښۍ څرګندونې وکړې، خو له تېرو څو میاشتو راهیسې په پاکستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د بریدونو زیاتوالي دغه اړیکې ترینګلې کړې.

 

پاکستان پر افغان طالبانو تور لګوي چې تحریک طالبان پاکستان غړو ته یې په افغانستان کې پناه ورکړې او له هغه ځایه پر پاکستان بریدونه کوي. خو افغان طالبان بیا په پاکستان کې روانې نارامۍ د دې هېواد کورنۍ ستونزه بولي.