پروان (شال نیوز) : په پروان کې د طالبانو د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست کارکوونکو په دې ولایت کې یو تن تعویذ لیکونکی نیولی چې له یوې امریکا مېشتې افغانې مېرمنې یې د تعویذ لیکلو په پلمه ۱۶۵زره امریکايي ډالر اخیستي وو.

 

د یاد ریاست د خبرپاڼې له مخې، نیول شوي کس په لومړنیو څېړنو کې اعتراف کړی چې له یادې مېرمنې یې دغه اندازه پیسې په دې ژمنه اخیستې وې چې د تعویذونو او جادو له لارې به یې له خپل اوسني خاوند څخه جلا او له بل کس سره به یې د نکاح زمینه برابره کړي.

 

خبرپاڼه زیاتوي، دغه کس د خلکو د شکایتونو له څېړلو وروسته د پروان د سیدخېلو ولسوالۍ په مربوطاتو کې نیول شوی دی. د نیول کېدو پر مهال له نوموړي څخه د جادوګرۍ او تعویذ لیکلو اړوند یو شمېر وسایل او توکي هم ترلاسه شوي دي.

 

د پروان د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست د نیول شوي کس د هویت او د قضیې د نورو جزئیاتو په اړه معلومات نه دي خپاره کړي او دا یې هم نه دي روښانه کړي چې یادې پیسې په څه ډول او په کومه موده کې ترې اخیستل شوې دي.

 

په ورته وخت کې، د امریکا مېشتې افغانې مېرمنې د هویت، د هغې د اوسني او احتمالي راتلونکي خاوند او د قضیې د نورو اړخونو په اړه هم څه نه دي ویل شوي. دا قضیه په داسې حال کې راپورته کېږي چې د تعویذونو، جادو او ورته لارو چارو په وسیله د خلکو د شخصي ستونزو د حل ادعاوې کله ناکله د مالي درغلۍ او د خلکو د شتمنیو د لوټلو لپاره کارول کېږي.