د پاکستان د بهرني سیاست یو بل تضاد له هند او افغانستان سره د اقتصادي اړیکو په چلند کې لیدل کېږي. پاکستان له هند سره څو جګړې او پوځي نښتې کړې دي او د ریاستي امنیتي روایت له مخې هند د پاکستان تر ټولو لوی بهرنی مخالف ګڼل کېږي.

 

خو له دې ټولو اختلافونو سره سره د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو وختونو کې سوداګریزې اړیکې او غیرمستقیم تجارتي لارې موجودې پاتې شوې دي. خو له افغانستان سره د پاکستان د سوداګرۍ حالت بیا ډېر ځله د سیاسي اختلافونو او سرحدي پېښو ښکار شوی دے.

 

د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې د سرحدي نښتو وروسته د تورخم او چمن په ګډون مهمې لارې وتړل شوې او سوداګري سخته اغېزمنه شوه. د دې بندیزونو له امله زرګونه سوداګر، ټرانسپورټران او مزدوران له اقتصادي ستونزو سره مخ شول.

 

د ۲۰۲۶ کال تر اکتوبر پورې د سوداګرۍ د ځنډ موده نږدې یو کال ته رسېدلې ده. پوښتنه دا ده چې له افغانستان سره، چې د خیبر پښتونخوا ګاونډی او تاریخي، جغرافیایي او کلتوري شریک دے، سوداګري ولې د سیاسي اختلافونو له امله د دومره اوږدو بندیزونو ښکار کېږي؟

 

د خیبر پښتونخوا اقتصاد او د افغانستان سوداګري

 

د خیبر پښتونخوا د خلکو لپاره له افغانستان سره سوداګري یوازې نړیوال تجارت نه، بلکې د زرګونو کورنیو د روزګار یوه مهمه وسیله ده. پېښور، خیبر، لنډي کوتل، چارسده، مردان او د صوبې نور تجارتي مرکزونه له افغانستان سره د سوداګرۍ له لارې اقتصادي ګټه ترلاسه کوي.

 

د ټرانسپورټ، ګمرک، کرنې، ګودامونو، عمده بازارونو او وړو کاروبارونو زرګونه کسان په دې سوداګرۍ پورې تړلي دي. کله چې د پولې لارې د میاشتو لپاره بندې وي، لارۍ ولاړې پاتې شي، کرنیز محصولات خراب شي، سوداګر مالي زیانونه وویني او عام مزدوران خپل روزګار له لاسه ورکړي.

 

پاکستاني چارواکي د امنیتي اندېښنو او د وسله‌والو ډلو د فعالیتونو په دلیل د سرحدونو تړل توجیه کوي. امنیت یقیناً مهم دے، خو د عامو خلکو د اقتصادي حقونو او ژوند په اړه هم باید فکر وشي.

 

د خیبر پښتونخوا ولس باید د افغانستان سره د سیاسي اختلافونو د فشار وسیله نه جوړېږي. د سرحدي ستونزو حل باید د خبرو، امنیتي همکارۍ او تجارتي تفاهم له لارې ولټول شي، نه د عام ولس د روزګار په بندولو.

 

د قامونو ترمنځ مساوات او تاریخي انصاف

 

دا ټولې بېلګې یوه لویه پوښتنه راپورته کوي: ولې پنجابي کلتوري نشنلېزم د منلو وړ دے، خو پښتون نشنلېزم د شک په سترګه کتل کېږي؟ ولې پنجابیان رنجیت سنګ لمانځلی شي، خو پښتانه د احمد شاه بابا د لمانځلو له امله له نیوکو سره مخ کېږي؟

 

ولې پاکستاني پوځ د ابدالي، غزنوي او غوري نومونه د خپلو توغندیو لپاره کارولی شي، خو ځینې پښتانه د همدې شخصیتونو د یادولو له امله د غدارۍ په تورونو تورنېږي؟ ولې له هند سره کلتوري اړیکې د منلو وړ دي، خو له افغانستان سره تاریخي او کلتوري اړیکې سیاسي حساسیت ګڼل کېږي؟

 

د دې پوښتنو موخه د پنجابي کلتور مخالفت نه دے. پنجابیان، پښتانه، بلوڅ او سندیان ټول د خپل تاریخ، ژبې او کلتور د ساتلو او لمانځلو حق لري. پاکستان په ۱۹۴۷ کال کې جوړ شوی، خو د دې خاورې د قامونو تاریخي پېژندګلوۍ له هغه څخه ډېرې پخوانۍ دي. ګډ تابعیت دا معنا نه لري چې یو قام دې خپل تاریخي شعور او کلتوري هویت پرېږدي.

 

تاریخي هویت د چا په خوښه نه بدلېږي

 

د یوه هېواد ملي یووالی د قامونو د تاریخي شعور په ځپلو نه شي ټینګ کېدای. که پنجابي نشنلېزم له پاکستاني تابعیت سره یو ځای موجود پاتې کېدای شي، نو پښتون نشنلېزم ته هم باید ځای ورکړل شي.

 

که پنجابیان رنجیت سنګ لمانځلی شي، پښتانه هم باید د احمد شاه بابا د لمانځلو ازادي ولري. که ریاست د ابدالي، غزنوي او غوري نومونه د خپلو پوځي سمبولونو لپاره کاروي، نو د پښتنو د دې تاریخي شخصیتونو د یادولو حق هم باید ومني.

 

که د هند له پنجاب سره کلتوري اړیکې د منلو وړ وي، نو له افغانستان سره هم باید تاریخي او کلتوري اړیکو ته په درناوي وکتل شي. او که سیمه‌ییزه سوداګري د ټولو په ګټه وي، نو د خیبر پښتونخوا د خلکو روزګار باید د سیاسي اختلافونو قرباني نه شي.

 

تاریخي هویت د یوه قام لپاره مشروع او د بل قام لپاره نامشروع نه شي کېدای، یوازې په دې دلیل چې یو هویت د واکمنو سیاسي قوتونو خوښ وي او بل نه وي. د ملي یووالي بنسټ په زور یو شانوالی نه، بلکې مساوات، متقابل درناوی، اساسي حقونه او د ټولو قامونو د تاریخي هویتونو منل دي.

 

پاکستان باید داسې یو فدرالي نظام ولري چې ټول قامونه پکې په عزت او برابر حقونو ژوند وکړي، نه داسې نظام چې د ځینو قامونو هویتونه لمانځي او د ځینو نورو هویتونه د خطر په سترګه ورته ګوري.