نیویارک (شال نیوز) : د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د درېیو امریکایی چارواکو په حواله راپور ورکړی چې د ډونالډ ټرمپ اداره غواړي د پاکستان په همکارۍ له ۱۵۰ څخه زیات افغان پناه‌ غوښتونکي افغانستان ته استوي.

 

د امریکا حکومت په لوئیزیانا ایالت کې لسګونه افغان کډوال بندیان کړي او پلان لري چې لومړنۍ الوتنه د نومبر په دویمه ترسره کړي. کډوال به لومړی د الوتکې له لارې پاکستان ته ولېږدول شي او بیا به د ځمکې له لارې افغانستان ته ورسول شي.

 

په ایستل کېدونکو کسانو کې د امریکایی ځواکونو د پخوانیو همکارانو خپلوان او ځینې نور کسان هم شامل دي چې د طالبانو تر واک لاندې له سختو خطرونو سره مخ دي.

 

د 'افغان ایواک' په نوم د پناه‌ غوښتونکو د ملاتړ سازمان رئیس، شان ون ډایور دغه پرېکړه غندلې او ویلي یې دي چې دا کار د کډوالو ژوند له جدي خطر سره مخ کوي.

 

ملګري ملتونه : ۶.۳ میلیونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي، ۶۰ سلنه یې په زور ایستل شوي
ملګري ملتونه : ۶.۳ میلیونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي، ۶۰ سلنه یې په زور ایستل شوي
مولانا فضل الرحمن: په پاکستان کې له افغان کډوالو سره د پولیسو چلند د اندېښنې وړ دی
مولانا فضل الرحمن: په پاکستان کې له افغان کډوالو سره د پولیسو چلند د اندېښنې وړ دی

 

نیویارک ټایمز زیاته کړې چې د واشنګتن او طالبانو ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو نشتوالی د دې لامل شوی چې د دغو کسانو د مستقیم ایستلو برخه کې ستونزې رامنځته شي، او تر اوسه د امریکا او پاکستان چارواکو په دې اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

 

له امریکا څخه د افغان کډوالو د ایستلو راپورونه په داسې حال کې خپرېږي چې المان تر دې مخکې په یوې چارتر الوتکه کې په بېلابېلو جرمونو ککړ ۴۰ افغانان، افغانستان ته واستول، خو هغه مهال هم دغه ګام د بشري حقونو د مدافع بنسټونو او فعالانو له سختو غبرګونونو سره مخ شو، او خبرداری یې ورکړ چې د طالبانو تر واک لاندې هېواد ته د پناه‌ غوښتونکو جبري ستنول د دوی ژوند له جدي خطر سره مخ کوي.