اسلام اباد (شال نیوز) : د پاکستان د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر او د دې هېواد د پارلمان غړی، محمود خان اڅکزي له پاکستاني حکومت غوښتي چې د افغانستان په اړه دې د ستراتیژیکې ژورتیا له تګلارې او دې فکره لاس واخلي چې ګواکې کابل د پاکستان پنځم ایالت دی.

 

اڅکزي ویلي: “که پاکستان غواړي له افغانستان سره ښې اړیکې ولري، نو باید لومړی د افغانستان د خپلواکۍ او ملي حاکمیت درناوی وکړي او د کابل په اړه له پخوانیو ناسمو تصوراتو لاس واخلي.”

 

نوموړي د پاکستان پخواني لومړي وزیر ذوالفقار علي بوټو ته په اشارې ویلي، افغانستان په تېرو وختونو کې د پاکستان دومره ښه ملګری و چې بوټو ان په افغانستان کې د خپلې کابینې غونډه کړې وه.

 

هغه زیاته کړې، د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړیکو د ښه کولو لپاره باید دواړه لوري د خبرو اترو مېز ته کېني، یو بل ته د خپلو اندېښنو د څرګندولو فرصت ورکړي او د ستونزو د حل لپاره ګډې هڅې وکړي.

 

له هند سره اړیکې او له افغانستان سره د سوداګرۍ بندېدل
له هند سره اړیکې او له افغانستان سره د سوداګرۍ بندېدل

 

اڅکزي ټینګار کړی چې د چیغو، شور او یو بل ته د ښکنځلو پر ځای باید د ستونزو د حل لپاره مذاکرات وشي. نوموړي د جرمني او جاپان بېلګې ته په اشارې ویلي چې دغه هېوادونه د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال سخت ویجاړ شول، خو په راتلونکو پنځوسو کلونو کې د نړۍ له پرمختللو هېوادونو څخه وګرځېدل.

 

محمود خان اڅکزي ټینګار کړی چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د بې‌باورۍ او ترینګلتیا د پای ته رسولو یوازېنۍ مناسبه لار خبرې اترې، متقابل درناوی او د یو بل د اندېښنو درک کول دي.

 

هغه همداراز ویلي، پاکستان باید د ایران په اړه روانو حالاتو کې هم سیاسي مشران او نور اړخونه په جریان کې وساتي او د مهمو پرېکړو په اړه له هغوی سره مشورې وکړي.