لاهور (شال نیوز) : د پاکستان کرېکټ لوبډلې د پاکستان، سریلانکا او انګلستان ترمنځ د درې اړخیزې یو ورځنۍ سیالۍ په پایلوبه کې سریلانکا ته په درې ویکټو ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله. د لاهور په قذافي لوبغالي کې د لوبې پچه پاکستان وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
سریلانکا په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۳۲۵ منډې جوړې کړې. د دې لوبډلې کمیندو مېنډس په ۱۲۶ توپونو ۱۳۱ منډې وکړې، چې ۱۲ څلوریزې او دوه شپږیزې یې ووهلې. پاون رتنایک ۷۷ او اوشکا فرنانډو ۳۸ منډې جوړې کړې.
د پاکستان لپاره سلمان اغا، شاهین افریدي، حارث رؤف او نسیم شاه دوه، دوه لوبغاړي وسوځول. پاکستان د ۳۲۶ منډو هدف په ۴۹م اور کې د اوو لوبغاړو په زیان پوره کړ.
د پاکستان په توپ وهونکو کې فخر زمان په ۱۲۷ منډو تر ټولو ډېرې منډې وکړې. سعد بېګ ۷۴ او عرفات منهاس ۶۱ منډې جوړې کړې، په داسې حال کې چې حسن نواز په ۳۷ منډو ناسوځېدلی پاتې شو.
پاکستان په دې درې اړخیزه سیالۍ کې د پایلوبې په ګډون پنځه لوبې وکړې، چې څلور یې وګټلې او یوه یې وبایلله. دا په خپله کوربهتوب کې د پاکستان لومړی ځل دی چې د یوه نړیوال کرېکټ جام یا سیالۍ اتلولي ګټي.
پاکستان تر دې مخکې په ۲۰۰۸ کال کې په بنګلهدېش کې د درې اړخیزو یو ورځنیو سیالیو اتلولي ګټلې وه، چې په پایلوبه کې یې هند ته ماتې ورکړې وه.


شال نیوز