تیمرګره (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا د کوز دیر  تیمرګره ښار کي اېچ بي اېل مایکروفاینانس بانک د اسلامي بانکدارۍ خپله لومړۍ څانګه پرانستې ده  چې له لارې به یې بزګرانو، وړو کاروباریانو او نورو خلکو ته د اسلامي اصولو مطابق مالي خدمات وړاندې کېږي.

 

د بانک د اعلامیې له مخې، دغه څانګه د پاکستان د مرکزي بانک له خوا د اسلامي بانکدارۍ د اجازت نامې له ترلاسه کولو وروسته پرانستل شوې ده.

 

د اېچ بي اېل مایکروفاینانس بانک مشر امیر خان ویلي چې د دې څانګې د پرانستلو مقصد هغو خلکو ته د مالي خدماتو برابرول دي چې غواړي د اسلامي بانکدارۍ له لارې خپلې مالي اړتیاوې پوره کړي.

 

نوموړي ویلي چې بانک به په راتلونکي کي د اسلامي بانکدارۍ خدمات نورو سیمو ته هم وغځوي، څو زیات خلک ترې ګټه واخلي.

 

اسلامي بانکداري د سود پر ځای د اسلامي شریعت له اصولو سره سم د مالي راکړې ورکړې بېلابېلې طریقې کاروي. په دې نظام کي د کاروبار لپاره د مالي مرستې، د سامانونو د اخستلو او نورو اړتیاوو د پوره کولو ځانګړي تړونونه کېږي.

 

د بانک په اعلامیه کي دا نه دي ویل شوي چې د تیمرګرې په نوې څانګه کي به څومره کسانو ته قرضونه ورکول کېږي او د مالي مرستو د ترلاسه کولو لپاره به کوم شرطونه وي.

 

دا د اېچ بي اېل مایکروفاینانس بانک د اسلامي بانکدارۍ لومړۍ څانګه ده،