اسلام اباد (شال نیوز) : د پاکستان انتخاباتي کمېشن د پنجاب په قصور او د سېند په قمبر شهدادکوټ ضلعو کي د نږدې یو لک او ۷۵ زره ښځو د ووټونو رجسټر کولو لپاره ځانګړې منصوبه اعلان کړې ده.
د کمېشن د معلوماتو له مخې، په دغو دوو ضلعو کي به هغه ښځې رجسټر کېږي چې عمرونه یې ۱۸ کلونو ته رسېدلي، خو نومونه یې لا د ووټرانو په فهرستونو کي نشته.
په قصور کي د یو لک، ۱۵ زره او ۶۸۹ او په قمبر شهدادکوټ کي د ۵۹ زره او ۱۵۶ ښځو د رجسټر کولو هدف ټاکل شوی دی. انتخاباتي کمېشن وايي، د نومبر په میاشت کي به د دغو ښځو معلومات راټول شي او د ډسمبر له میاشتې به د ۲۰۲۷ کال تر فبرورۍ پورې د رجسټر کولو کار روان وي.
د منصوبې له مخې، د نادرا موبایل ګاډي به هم دغو سیمو ته لېږل کېږي، څو هغه ښځې چې شناختي کارډونه نه لري، وکولای شي خپل کارډونه جوړ کړي. په پاکستان کي د ووټ ورکولو لپاره د ۱۸ کلونو عمر او د شناختي کارډ لرل ضروري دي.
انتخاباتي کمېشن ویلي چې دا شمېر د رجسټر کولو هدف دی او تر اوسه ټولې یادې ښځې د ووټرانو په توګه نه دي رجسټر شوې.
د کمېشن په وینا، د دې منصوبې مقصد د ښځینه او نارینه ووټرانو د شمېر ترمنځ توپیر کمول دي. که دا تجربه بریالۍ شي، ورته منصوبې به د پاکستان په نورو ضلعو کي هم عملي شي.


شال نیوز