بنو (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا د بنو ضلعې د تحصیل میونسپل ادارې د یوه دفتر مهم سرکاري ریکارډونه ورک شوي دي او انتظامیې یې د غلا د شک په اړه پولیسو ته درخواست ورکړی دی.
د ادارې د معلوماتو له مخې، د تحصیل افسر ریګولېشن د دفتر المارۍ او درازونه هغه مهال خلاص وموندل شول چې د دوشنبې په ورځ له رخصتۍ وروسته دفتر پرانستل شو.
په ورکو شوو اسنادو کي د مزارۍ منډۍ، مال منډۍ، د داخلي فیسونو او د فضل قادر شهید پارک اړوند رجسټرونه، چالانونه او نور سرکاري ریکارډونه شامل دي.
د ادارې په داخلي راپور کي ویل شوي چې د رخصتۍ پر ورځو د دفتر چابۍ له یوه کارکوونکي سره وې، خو تر اوسه دا نه ده څرګنده شوې چې اسناد چا او څنګه له دفتره ایستلي دي.
د بنو د تحصیل میونسپل افسر فخرالاسلام له پولیسو غوښتي چې د پېښې مقدمه درج کړي او د ورکو شوو ریکارډونو د موندلو لپاره تحقیقات وکړي. تر اوسه د کوم کس د نیول کېدو یا د ورکو شوو اسنادو د ترلاسه کېدو خبر نه دی ورکړل شوی.
دا پېښه په داسې وخت کي شوې چې د بنو د میونسپل ادارې کارکوونکي د څلورو میاشتو د تنخواګانو د نه ترلاسه کولو له امله احتجاجونه هم کوي.
خو تر اوسه داسې کوم ثبوت نه دی وړاندې شوی چې د سرکاري ریکارډونو ورکېدل دې د کارکوونکو د تنخواګانو له مسئلې سره تړاو ولري. پولیسو هم لا نه ده څرګنده کړې چې اسناد غلا شوي او که په بل ډول ورک شوي دي.


شال نیوز