پېښور (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا ریسکیو ۱۱۲۲ ادارې ویلي چې د اکتوبر په میاشت کي د صوبې په بېلابېلو سیمو کي د پېښو او بېړنیو حالاتو له امله ۴۸۹ کسان مړه شوي او امدادي کارکوونکو د ۲۲ زره ۵۱۲ پېښو پر مهال خلکو ته مرستې رسولې دي.

 

د ریسکیو ۱۱۲۲ ډایرکټر جنرل ډاکټر خطیر احمد د اکتوبر میاشتې د کارکردګۍ په راپور کي ویلي چې په دې موده کي د ۱۴ زره ۲۹۵ طبي بېړنیو پېښو او ۲ زره ۱۰۱ ټرافیکي حادثو پر مهال امدادي خدمات وړاندې شوي دي.

 

د راپور له مخې، په تېره میاشت کي د اور لګېدو ۲۶۸، د جرمونو اړوند ۳۲۲، په اوبو کي د ډوبېدو ۲۲ او د چتونو او دېوالونو د نړېدو ۱۸ پېښې شوې دي. د دې ترڅنګ ریسکیو ۱۱۲۲ د ۵۶۱ نورو بېړنیو پېښو پر مهال هم امدادي کارروایۍ کړې دي.

 

ډاکټر خطیر احمد ویلي چې د ادارې کارکوونکو د بېلابېلو پېښو پر مهال ۲۲ زره ۹۹۱ کسانو ته د پېښو په ځایونو کي طبي مرستې ورکړې دي.

 

نوموړي زیاته کړې چې د اکتوبر په میاشت کي ۵ زره ۸۳ ناروغان د ښې درملنې لپاره له یوه روغتونه بل روغتون ته منتقل شوي دي. د دغو ناروغانو د منتقل کولو لپاره ۴ زره ۹۲۵ ځله د ریسکیو خدمات کارول شوي دي.

 

د ریسکیو ۱۱۲۲ په راپور کي ویل شوي چې د اکتوبر په میاشت کي په بېلابېلو پېښو کي ټول ۴۸۹ کسان مړه شوي، خو دا نه دي ویل شوي چې په ټرافیکي حادثو، اور لګېدنو او نورو پېښو کي جلا جلا څومره کسان مړه شوي دي.