کابل (شال نیوز) : د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هغه څرګندونې یو اړخیزې بللې چې د افغانستان له خاورې پر پاکستان د وسله والو بریدونو په اړه یې کړې دي.

 

مجاهد ویلي چې روبیو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روان کړکېچ په اړه یوازې د پاکستان پر معلوماتو تکیه کړې او د موضوع ټول اړخونه یې په پام کې نه دي نیولي.

 

د طالبانو ویاند یو ځل بیا د پاکستان دا تور رد کړی چې ګواکې د افغانستان خاوره د دغه هېواد پر ضد د وسله والو بریدونو لپاره استعمالېږي. نوموړي ویلي چې د طالبانو حکومت هېڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د پاکستان یا بل هېواد پر ضد بریدونه وکړي.

 

مجاهد د کابل او اسلام اباد ترمنځ د ستونزو د حل لپاره د منځګړیتوب او خبرو اترو ملاتړ کړی، خو ټینګار یې کړی چې د روان کړکېچ د ارزونې پر مهال باید د شخړو اصلي لاملونه او د پیل څرنګوالی هم په پام کې ونیول شي.

 

هغه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو شخړو پړه پر پاکستان اچولې ده. پاکستان له اوږدې مودې راهیسې تور لګوي چې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د افغانستان له خاورې پر پاکستان بریدونه کوي او د دغې ډلې مشران په افغانستان کې پټنځایونه لري.

 

د طالبانو حکومت دا تورونه ردوي او وايي چې د پاکستان امنیتي ستونزې د دغه هېواد کورنۍ مسئله ده. د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې د وسله والو بریدونو، سرحدي نښتو او امنیتي اختلافاتو له امله ترینګلې شوې دي. دواړه لوري یو بل د کړکېچ په زیاتولو تورنوي.