هرات (شال نیوز) : د هرات ولایت طالب چارواکي وايي، په تېرو اوو میاشتو کې یې د اسلام کلا په ګمرک کې یو زر او ۹۹۰ ټانکره بې‌کیفیته تېل پېژندلي او بېرته یې ایران ته لېږلي دي.

 

د هرات د والي ویاند محمد یوسف سعیدي ویلي چې دغه ټانکرونه د تېلو د کیفیت له کتنې وروسته بېرته استول شوي دي. د نوموړي په وینا، د دې اقدام هدف د افغانستان بازارونو ته د بې‌کیفیته تېلو د واردېدو مخنیوی او د اخستونکو د حقونو ساتنه ده.

 

سعیدي ویلي چې د اسلام کلا په ګمرک کې د واردېدونکو تېلو د کیفیت د معلومولو لړۍ روانه ده او هغه تېل چې ټاکل شوي معیارونه نه پوره کوي، افغانستان ته د داخلېدو اجازه نه ورکول کېږي.

 

اسلام کلا د افغانستان او ایران ترمنځ یوه مهمه سوداګریزه لاره ده چې له دې لارې افغانستان ته تېل او نور سوداګریز توکي واردېږي.

 

بې‌کیفیته تېل د موټرو انجنونو او د تېلو رسولو سیستمونو ته زیان رسولی شي. دغه ډول تېل د موټرو د تېلو مصرف زیاتوي او د ترمیم لګښتونه لوړوي.

 

د هرات چارواکو تر اوسه دا نه دي ویلي چې په دغو ټانکرونو کې ټول څومره تېل بار وو، د کومو شرکتونو له خوا وارد شوي وو او د کیفیت د معلومولو لپاره کوم معیارونه کارول شوي دي. د ایران چارواکو هم تر اوسه د دغو ټانکرونو د بېرته ستنولو په اړه څه نه دي ویلي.