واڼا (شال نیوز) : د کوز سویلي وزیرستان په واڼا او نورو سیمو کې له تېرو څو میاشتو راهیسې د موبایل او ټیلیفون خدمات خراب دي، چې له امله یې ځايي خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د سیمې اوسېدونکي وايي، د موبایل شبکو د خرابوالي له امله په پاکستان او بهرنیو هېوادونو کې له خپلو خپلوانو سره اړیکې نه شي نیولی. د انټرنېټ د نشتوالي له امله زده کوونکي هم انلاین سبقونه نه شي ویلی.
ځايي خلک شکایت کوي چې د پاکستان ټیلی کمیونیکېشن شرکت (پي ټي سي اېل) ټیلیفونونه هم سم کار نه کوي. د دوی په وینا، کمپنۍ هره میاشت بلونه ورلېږي، خو د ټیلیفون له لارې خبرې نه شي کولی.
د سیمې ټولنیز فعال زربات خان وزیر وايي، د کوز سویلي وزیرستان په بېلابېلو تحصیلونو کې د یوفون او جاز کمپنیو ټاورونه لګېدلي، خو زیاتره یې بند دي.
نوموړي ویلي چې موبایل او انټرنېټ اوس د خلکو د ژوند مهمه برخه ګرځېدلې او له دې پرته د زده کړو، کاروبار او روزګار چارې اغېزمنې کېږي.
زربات خان وزیر له حکومتي چارواکو، د پاکستان ټیلی کمیونیکېشن اتهارټۍ، پي ټي سي اېل او موبایل کمپنیو غوښتنه کړې چې په وانا او نورو سیمو کې دې بند ټاورونه فعال کړي او د موبایل او ټیلیفون خدمات دې سم کړي.
هغه ویلي، خلک هره میاشت د ټیلیفون بلونه ورکوي، نو کمپنۍ هم باید ورته سم خدمات برابر کړي. د اړوندو کمپنیو او حکومتي چارواکو دریځ لا نه دی ترلاسه شوی.


ظفر وزير