نیویارک (شال نیوز) : د ډیجیټلي پیسو د کاروبار نړیوال شرکت بایننس ویلي چې د یوه لوی انټرنېټي برید له امله د غلا شوو شپږ اعشاریه درې اربه ډالرو په ارزښت ډیجیټلي پیسو شاوخوا ۹۵ فیصده برخه یې له خپلو مالي سرچینو پوره کړې ده.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، بایننس د نومبر پر لومړۍ نېټه د بټکواین د ایستلو خدمات بېرته پیل کړي او ویلي یې دي چې د نورو ډیجیټلي پیسو د ایستلو اسانتیاوې به هم په پړاوونو کې بحالې کړي.
شرکت ویلي چې د غلا شوو پیسو د زیان پوره کولو لپاره یې له خپلو مالي سرچینو څخه شاوخوا شپږ اربه ډالر لګولي او د غلا شوو ډیجیټلي پیسو پر ځای یې نوې پیسې اخستې دي.
د بایننس په وینا، پاتې پنځه فیصده زیان د هغو ډیجیټلي پیسو دی چې په بازار کې یې په لوی مقدار اخستل اسانه نه دي او د برابرولو لپاره یې نور وخت ته اړتیا ده.
شرکت ویلي چې د زیان د پوره کولو لپاره یې د خپلو مشتریانو د خوندیتوب له ځانګړي فنډ، د بیمې له فنډ او نورو مالي سرچینو څخه کار اخستی دی.
د امریکا د تحقیقاتو وفاقي ادارې، اېف بي آی، د دغه برید مسؤلیت د شمالي کوریا له دولتي ملاتړ لرونکې انټرنېټي ډلې «ټرېډر ټرېټر» سره تړلی دی.
د اېف بي آی په وینا، د دې ډلې غړي د غلا شوو ډیجیټلي پیسو یوه برخه په اېتېریم بدلوي او امکان شته چې د پیسو د اصلي سرچینې د پټولو لپاره نورې لارې هم وکاروي.
شمالي کوریا له دې وړاندې د انټرنېټي بریدونو او د ډیجیټلي پیسو د غلا په چارو کې د خپلو دولتي ادارو د لاس لرلو تورونه رد کړي دي. بایننس وايي چې د غلا له امله رامنځته شوی مالي زیان به پر خپلو مشتریانو نه اچوي.
د شرکت له خوا د زیان پوره کول په دې معنا نه دي چې غلا شوې ټولې پیسې له بریدګرو څخه بېرته ترلاسه شوې دي.


شال نیوز