کوټه (شال نیوز) : د بلوچستان د ازادۍ جبهې په نوم وسلهوالې ډلې ادعا کړې چې د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې یې ۱۳ بریدونه کړي او د پاکستان د پوځ، پولیسو او سرحدي ځواکونو ۲۸ سرتېري یې وژلي دي.
د ډلې ویاند ګهرام بلوچ د اکتوبر پر ۳۱مه په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه بریدونه د اکتوبر له اتمې تر ۳۱مې نېټې پورې په نوشکي، کولواه، مستونګ، کېچ، اواران، ژاو، تمپ، نصیراباد، سوراب او ډېره مراد جمالي کې شوي دي.
د نوموړي په وینا، وسلهوالو یې د پاکستاني امنیتي ځواکونو پر کاروانونو، پوځي مرکزونو، پوستو او د پولیسو پر سرتېرو بریدونه کړي دي. ګهرام بلوچ ادعا کړې چې په دغو بریدونو کې د ۲۸ امنیتي سرتېرو د وژل کېدو ترڅنګ یو شمېر نور ټپیان شوي او پوځي ګاډو ته هم زیان رسېدلی دی.
د پاکستان پوځ او د بلوچستان حکومتي چارواکو د دغو ټولو بریدونو او د ادعا شوې مرګژوبلې په اړه تر اوسه کوم ګډ او تفصیلي بیان نه دی خپور کړی. د وسلهوالې ډلې د دغو ادعاوو خپلواک تایید هم نه دی شوی.
په بلوچستان کې د بلوچستان د ازادۍ جبهې او د بلوچستان د ازادۍ پوځ په ګډون بېلابېلې وسلهوالې ډلې فعالیت کوي چې وخت په وخت د پاکستان پر امنیتي ځواکونو د بریدونو مسوولیت مني.
پاکستاني امنیتي ځواکونه هم په بلوچستان کې د وسلهوالو پر ضد عملیات کوي او د دغو عملیاتو پر مهال د وسلهوالو د وژلو او نیولو خبرونه خپروي.
د بلوچستان د ازادۍ جبهې د وروستۍ اعلامیې له مخې، دغه ۱۳ بریدونه د اکتوبر په بېلابېلو ورځو کې شوي، خو د هر برید د څرنګوالي، د وژل شویو کسانو د هویت او د مرګژوبلې د کره شمېر په اړه خپلواک معلومات نشته.


نعيم اچکزئي