کابل (شال نیوز) : د طالبانو حکومت وايي، اسلاماباد دې ته چمتو نه دی چې له دوی سره سولهییز حل ته ورسېږي. ذبیحالله مجاهد په کابل کې یوې خصوصي رسنۍ ته ویلي:
“لامل یې د پاکستان پر پخوانیو ناکامو سیاستونو ټینګار دی او اسلاماباد دې ته چمتو نه دی چې سولهییز حل ته ورسېږو. موږ یوځل بیا ټینګار کوو چې د کړکېچ پلویان نه یو او پر سولهییز حل باور لرو.”
د طالبانو ویاند وویل، دوی له پاکستان سره د کړکېچ غوښتونکي نه دي او د اختلافونو د سولهییز حل لپاره یې هم هڅې کړې دي.
د هغه په وینا، د یو شمېر هېوادونو په منځګړیتوب اسلاماباد ته د اسلامي امارت پیغامونه رسول شوي او له پاکستان سره د روان کړکېچ د هواري لپاره هم هڅې شوي، خو دغو هڅو تر اوسه کومه پایله نه ده ورکړې.
مجاهد زیاتوي:
“افغانستان د کړکېچ پیلوونکی نه و او یوازې په دفاعي حالت کې و. د کړکېچ د سولهییز حل لپاره مو هم خپلې وروستۍ هڅې کړې دي. ځینو هېوادونو منځګړیتوب کړی او د اسلامي امارت چارواکو هم خپل پیغامونه استولي دي، خو له بده مرغه تر اوسه په دې برخه کې کومې پایلې ته نه یو رسېدلي.”
مجاهد د دغو هڅو د بېپایلې پاتې کېدو لامل د پاکستان پر پخوانیو سیاستونو ټینګار بولي. هغه زیاته کړه، له دې سره سره طالبانو د کړکېچ پلوی نه دی او له پاکستان سره د اختلافونو سولهییز حل ته لومړیتوب ورکوي.
له پاکستان سره د کړکېچ پر سولهییز حل د طالبانو ټینګار داسې مهال دی چې په وروستیو ورځو کې د قطر، ترکیې او چین ترڅنګ روسیې هم د کابل او اسلاماباد ترمنځ د روان کړکېچ د هواري لپاره هڅې پیل کړې دي.


شال نیوز