نیویارک (شال نیوز) : د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) اعلان کړی چې د تورخم په دروازه کې تازه نښتو په افغانستان کې ملکي وګړي، د بشري مرستو د ادارو د کارکوونکو په ګډون، له خطر سره مخ کړي دي.

 

د اوچا د راپور له مخې، د چهارشنبې په ورځ د ډیورنډ کرښې دې غاړې ته د دغو نښتو په پایله کې یو ځايي ماشوم وژل شوی او د یوې بشري مرستندویه ادارې کارکوونکی ټپي شوی دی. یاد کارکوونکي له پاکستان څخه بېرته راستنېدونکو کورنیو سره د مرستې په برخه کې فعالیت کاوه.

 

تر دې مخکې طالبانو اعلان کړی و چې د چهارشنبې په ورځ د پاکستان د بریدونو په پایله کې په ننګرهار کې دوه ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي. د طالبانو په وینا، په ټپیانو کې یو کس د هارو په نوم د یوې خیریه موسسې کارکوونکی و.

 

اوچا تېره شپه په یوه اعلامیه کې ویلي، پرله‌پسې نښتې د تورخم دروازې ته نږدې د مېشتو خلکو، له پاکستان څخه د راستنېدونکو کورنیو او د بشري مرستو د ادارو د کارکوونکو امنیت ګواښي.

 

په اعلامیه کې راغلي، په تېرو وختونو کې د کړکېچونو زیاتېدو د تورخم دروازې د لنډمهاله تړل کېدو او د بشري مرستو د ځینو خدمتونو د نورو ځایونو ته د لېږد لامل هم شوي دي.

 

اوچا ویلي، ملګري ملتونه او بشري مرستندویه شریکان یې لا هم په سیمه کې حضور لري او د تورخم دروازې ته نږدې د منلو او لنډمهاله مېشتېدو مرکزونه اړمنو کسانو ته مرستې رسوي.

 

دغه بنسټ له ښکېلو لورو غوښتي چې د ملکي وګړو او ملکي بنسټونو، په ځانګړې توګه د بشري مرستو د ادارو د کارکوونکو او تاسیساتو خوندیتوب ته پام وکړي.

 

تورخم د افغانستان او پاکستان ترمنځ له څو سرحدي دروازو څخه یوه ده چې د کډوالو ډېره برخه د همدې لارې بېرته خپل هېواد ته ستنېږي.

 

د راپور له مخې، د روان میلادي کال په لومړیو اتو میاشتو کې څه باندې ۶۰۰زره کسان له دې لارې تېر شوي چې نږدې ۸۵ سلنه یې له پاکستان څخه بېرته افغانستان ته راستانه کړل شوي دي