کابل (شال نیوز) : د ملګرو ملتونو د افغانستان مرستندویه پلاوي (یوناما) مشرې، رباب فاطمې د ملګرو ملتونو د تاسیس د ۸۱مې کلیزې په مناسبت او پر دې څوکۍ تر ګومارنې وروسته په کابل کې په خپله لومړنۍ وینا کې ویلي، د افغانانو پر وړاندې پرتې ننګونې جدي دي، خو د دغه هېواد د خلکو استعدادونه، هیلې او وړتیاوې تر هغو ډېرې لوړې دي.

 

هغې په یوه پیغام کې وايي، د افغانستان راتلونکی د دغه هېواد خلکو پورې اړه لري او ملګري ملتونه به د یوه ژمن شریک په توګه له افغانانو سره پاتې شي، څو هغوی وکولای شي خپل راتلونکی پخپله جوړ کړي.

 

فاطمې افغانانو ته په خطاب کې وویل:

 

“په افغانستان کې خپله دنده په داسې حال کې پیلوم، چې د افغانستان خلکو، ستاسو کلتور او بډایه میراث ته ژور درناوی لرم او ژمنه کوم، چې ستاسو نظرونو ته به غوږ نیسم، له تاسو سره به تعامل کوم او په ګډه به همکاري کوو.”

 

د یوناما مشرې زیاته کړی:

 

“کله چې طبیعي پېښې رامنځته شوې او خلک له وچکالۍ، بې‌ځایه کېدو، جګړو یا بېړنیو بشري اړتیاوو سره مخ شوي، ملګرو ملتونو او شریکانو یې د ملاتړ لپاره حضور درلود. په دې ټولو لسیزو کې یو شی تل ثابت پاتې شوی او هغه د افغانانو هوډ او اراده ده.”

 

رباب فاطمې ویلي، ملګري ملتونه لا هم د افغانستان د خلکو د ملاتړ او د ټولو افغانانو د کرامت، فرصتونو او هوساینې د دفاع لپاره ژمن دي. د هغې په وینا، ملګرو ملتونو په تېرو نږدې اتو لسیزو کې، د جګړو او ستونزو پر مهال او همدارنګه د پرمختګ او فرصتونو په دورو کې د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ پاتې شوی دی.

 

رباب فاطمه د افغانستان لپاره د یوناما د نوې مشرې په توګه نومول شوې
رباب فاطمه د افغانستان لپاره د یوناما د نوې مشرې په توګه نومول شوې

 

نوموړې ټینګار وکړ چې ملګري ملتونه د جګړې له ویجاړیو وروسته رامنځته شول او د یوه داسې بنسټ په توګه جوړ شول چې د سولې، خبرو اترو، همکارۍ او انسانیت له لارې د سولې پر امکان باور لري او د خلکو لپاره د هیلې وسیله ده.

 

فاطمې وویل، افغانستان په ۱۹۴۶ کال کې د ملګرو ملتونو له غړیتوب راهیسې د دې سازمان د تاریخ یوه برخه پاتې شوی دی. دا د رباب فاطمې لومړنی پیغام دی چې د یوناما د مشرې او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې په توګه یې د خپلې دندې له پیل وروسته خپروي.