اسلام‌ اباد : د پاکستان د پوځ ویاند لیفټننټ جنرل ،احمد شریف چوهدري، ویلي دي، چې که پر سعودي عرب برید وشي، پاکستان به د دغه هېواد د دفاع لپاره «تر هره حده» ولاړ شي.

 

احمد شریف چوهدري عرب نیوز ته په مرکه کې ویلي دي، چې پاکستان له سعودي عرب سره نه یوازې په سفارتي، بلکې «په عملي او فزیکي توګه» ولاړ دی.

 

هغه وویل: «زه غواړم دلته په فزیکي توګه پر ولاړېدو ټینګار وکړم. موږ به تر هره حده ځو.»

 

د پاکستان د پوځ ویاند ویلي، دا ژمنه د سعودي عرب د دفاع ترڅنګ د مکې او مدینې ساتنه هم رانغاړي او د سعودي د امنیت په اړه د پاکستان ژمنه «بې له شرطه» ده.

 

احمد شریف چوهدري دا ونه ویل چې سعودي عرب له پاکستانه د نورو سرتېرو، هوايي دفاعي نظامونو یا د حوثیانو پر ضد په پوځي اقدام کې د مستقیمې برخې اخیستو غوښتنه کړې که نه.

 

هغه دا هم په څرګنده تایید یا رد نه کړه چې د پاکستان اټومي وسلې د سعودي لپاره د دفاعي ژمنې برخه دي که نه. د پاکستان او سعودي د دفاعي تړونونو بشپړ پوځي جزیات هم تر اوسه نه دي خپاره شوي.

 

خواجه اصف : د مکې دفاعي تړون د عملي کېدو حالت رامنځته شوی
خواجه اصف : د مکې دفاعي تړون د عملي کېدو حالت رامنځته شوی
د پاکستان پوځ : د مکې دفاعي تړون د برید لپاره نه دی؛ پر یو غړي برید ته د ځواب طریقه به درې واړه هېوادونه ټاکي
د پاکستان پوځ : د مکې دفاعي تړون د برید لپاره نه دی؛ پر یو غړي برید ته د ځواب طریقه به درې واړه هېوادونه ټاکي

 

دا څرګندونې د پاکستان د حکومت د مخکیني دریځ په پرتله په ښکاره ژبه شوې دي. د پاکستان خارجه وزارت تر دې مخکې ویلي وو چې د مکې د ګډ دفاعي تړون له مخې هغه مهال د پاکستان د پوځي اقدام خبره نه وه مطرح شوې، خو اسلام‌ اباد به د اړتیا پر وخت د تړون له مخې عمل کوي.

 

د مکې ګډ دفاعي تړون د اګست پر اوومه د پاکستان، سعودي عرب او ترکیې ترمنځ لاسلیک شوی. د تړون له مخې پر یو غړي وسله وال برید پر ټولو غړو برید ګڼل کېږي.

 

احمد شریف چوهدري دوه ورځې وړاندې په یوه بله مرکه کې ویلي وو چې دا تړون دفاعي دی او د عملي پوځي اقداماتو جزیات به په عامه توګه نه خپرېږي.