اسلام‌ اباد : د پاکستان د پوځ ویاند او د ایي اېس پي ار مشر لېفټیننټ جنرل ،احمد شریف چوهدري، ویلي دي، چې د پاکستان، سعودي عرب او ترکیې ترمنځ د مکې ګډ دفاعي تړون د کوم هېواد پر ضد نه دی او موخه یې ګډه دفاع او د برید مخنیوی دی.

 

احمد شریف چوهدري دا څرګندونې له العربیه انګلېش سره په یوه تازه خپره شوې مرکه کې کړې دي. مرکه د سپتمبر پر ۱۶مه خپره شوې ده.

 

هغه وویل، په دې تړون کې د برید، د بل هېواد په چارو کې د لاس وهنې یا په سیمه کې د پوځي نفوذ د پراخولو کومه موخه نشته. د ده په وینا، دا تړون دفاعي بڼه لري او د پاکستان، سعودي عرب او ترکیې ترمنځ د څو لسیزو اړیکو ته رسمي چوکاټ ورکوي.

 

له احمد شریف چوهدري وپوښتل شول چې که د تړون پر یو غړي برید وشي، پاکستان به په عملي توګه څه کوي؟ نوموړي وویل، هېوادونه د خپلو دفاعي ژمنو د عملي کولو پوځي تفصیل په عامه توګه نه څرګندوي، ځکه دا د پوځي امنیت او پټو عملیاتي معلوماتو برخه وي.

 

هغه وویل، که داسې حالت رامنځته شي، پاکستان، سعودي عرب او ترکیه به په ګډه پرېکړه کوي چې دفاعي ژمنه څنګه عملي کړي او څه ډول ځواب ورکړي.

 

د مکې ګډ دفاعي تړون د اګست پر اوومه د پاکستان، سعودي عرب او ترکیې ترمنځ لاسلیک شوی و. د تړون له مخې، پر دغو دریو هېوادونو کې پر یو وسله وال برید د ټولو پر ضد برید ګڼل کېږي. د تړون اهمیت په ځانګړي ډول وروسته له هغې زیات شوی چې د یمن حوثیانو پر سعودي عرب د میزایلو او ډرون بریدونه زیات کړي دي.

 

احمد شریف چوهدري دا خبره هم رد کړه چې ګنې نوی تړون د چین یا د دغو هېوادونو د نورو نړیوالو اړیکو سیال دی. هغه وویل، پاکستان، سعودي عرب او ترکیه له نورو هېوادونو او اتحادونو سره خپلې جلا اړیکې لري او د مکې تړون د هغو اړیکو ځای نه نیسي.

 

خواجه اصف : پر سعودي د حوثیانو د بریدونو دوام د مکې دفاعي تړون عملي کولی شي؛ پاکستان به خپلې ژمنې پوره کوي
خواجه اصف : پر سعودي د حوثیانو د بریدونو دوام د مکې دفاعي تړون عملي کولی شي؛ پاکستان به خپلې ژمنې پوره کوي
سعودي عربستان، پاکستان او ترکیې «د مکې ګډ دفاعي تړون» لاسلیک کړ
سعودي عربستان، پاکستان او ترکیې «د مکې ګډ دفاعي تړون» لاسلیک کړ
بریتانیا د یمن په جګړه کې د سعودي د پوځي مرستې غوښتنه باندې غور کوي
بریتانیا د یمن په جګړه کې د سعودي د پوځي مرستې غوښتنه باندې غور کوي

 

د پاکستان د پوځ ویاند دا هم وویل چې د مکې تړون ته یوازې د «مسلمان هېوادونو اتحاد» ویل سم نه دي. د هغه په وینا، دا د سیمې د امن، ثبات، د یو بل په چارو کې د نه لاس وهنې او ګډې دفاع لپاره جوړ شوی تړون دی.

 

هغه وویل، په راتلونکي کې نور هېوادونه هم ورسره یوځای کېدی شي، خو د نوي غړي د شاملولو پرېکړه به د پاکستان، سعودي عرب او ترکیې مشرتابه کوي.

 

احمد شریف چوهدري د ایران او امریکا د روان کړکېچ په اړه هم وویل چې پاکستان هڅه کوي شخړه نوره پراخه نه شي. د هغه په وینا، اسلام‌ اباد له امریکا او ایران دواړو سره اړیکې لري او غواړي اختلافونه د جګړې پر ځای د خبرو له لارې حل شي.