ریاض / اسلام‌ اباد : د سعودي ملکي دفاع د سپتمبر پر لسمه په خمیس مشیط کې د بېړني خبرداري له خپرولو وروسته ویلي دي چې خطر تېر شوی دی. دا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه ښار کې څلورم بېړنی خبرداری و، په داسې حال کې چې د یمن حوثیانو پر سعودي عرب خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی.

 

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف خبرداری ورکړی دی چې که پر سعودي عرب د حوثیانو بریدونه دوام وکړي یا د یمن جګړه سعودي خاورې ته وغځېږي، د پاکستان، سعودي عرب او ترکیې ترمنځ د مکې ګډ دفاعي تړون عملي کېدی شي.

 

خواجه اصف ویلي دي، چې د تړون له مخې پر یو غړي برید پر ټولو درېوو هېوادونو برید ګڼل کېږي او پاکستان د دغه تړون د شرطونو پابند دی. هغه ویلي دي، چې که اړتیا پېښه شي پاکستان به خپلې دفاعي ژمنې پوره کړي.

 

دا څرګندونې وروسته له هغې شوې دي چې د سعودي په مشرۍ ایتلاف ،د سپتمبر په ۹مه، وویل، چې حوثیانو د دویمې پرله‌ پسې ورځې لپاره پر ابها، خمیس مشیط او جازان د بالستیک توغندیو او ډرونونو بریدونه کړي دي. ایتلاف ویلي دي، چې په دغو بریدونو کې د سعودي ملي تاسیسات او نورې زېربناوې په نښه شوې دي.

 

یمن : حوثیان وايي سعودي عرب په څو سیمو ۳۲ هوايي بریدونه کړي
یمن : حوثیان وايي سعودي عرب په څو سیمو ۳۲ هوايي بریدونه کړي
حوثیانو پر سعودي عربستان تازه توغندیز او ډرون بریدونه کړي؛ ۷۳ کسان ټپیان دي
حوثیانو پر سعودي عربستان تازه توغندیز او ډرون بریدونه کړي؛ ۷۳ کسان ټپیان دي
سعودي عربستان، پاکستان او ترکیې «د مکې ګډ دفاعي تړون» لاسلیک کړ
سعودي عربستان، پاکستان او ترکیې «د مکې ګډ دفاعي تړون» لاسلیک کړ

 

د سعودي چارواکو په وینا، د وروستیو بریدونو له امله په ابها، خمیس مشیط، جازان او نجران کې لږ تر لږه ۷۳ کسان زخمیان شوي دي. په بریدونو کې یوه هوايي اډه او د تېلو تاسیسات هم په نښه شوي دي.

 

پاکستان په همدې وخت کې ایران ته د سعودي پیغام هم رسولی او له تهران څخه یې غوښتي چې پر حوثیانو خپل نفوذ د بریدونو د درولو لپاره وکاروي. اسلام‌ اباد ویلي دي، چې غواړي د سیمې شخړه پراخه نه شي، خو که پر سعودي بریدونه دوام وکړي، د نوي دفاعي تړون له مخې به د پاکستان پر ژمنو اغېز وکړي.

 

د مکې ګډ دفاعي تړون د اګست پر اوومه د پاکستان، سعودي عرب او ترکیې ترمنځ لاسلیک شوی او اساسي ماده یې دا ده چې پر یو غړي وسله‌ وال برید به پر ټولو درېوو هېوادونو برید ګڼل کېږي.