صنعا : په یمن کي د ایران ملاتړ لرونکو حوثیانو ویلي، سعودي عرب په تېرو څو ساعتونو کي د یمن پر بېلابېلو سیمو لږ تر لږه ۳۲ هوايي بریدونه کړي دي.

 

د حوثیانو اړوند «المسیره» تلویزیون ،د سپتمبر په ۹مه، ویلي، دغه هوايي بریدونه د مأرب، الجوف، تعز او الحدیده ولایتونو پر بېلابېلو سیمو شوي دي. د بریدونو له امله د مرګ ژوبلې او زیانونو بشپړ تفصیل لا نه دی څرګند شوی.

 

دا پرمختګ یوه ورځ وروسته له هغه شوی چې حوثیانو پر سعودي عرب د توغندیو او ډرونونو پراخ بریدونه وکړل. د سعودي چارواکو په وینا، په دغو بریدونو کي ۷۳ کسان، د ښځو او ماشومانو په ګډون، ژوبل شوي او په ابها، خمیس مشیط، جازان او نجران کي د تېلو او نورو تاسیساتو ترڅنګ یو شمېر ځایونه په نښه شوي دي.

 

حوثیانو پر سعودي عربستان تازه توغندیز او ډرون بریدونه کړي؛ ۷۳ کسان ټپیان دي
حوثیانو پر سعودي عربستان تازه توغندیز او ډرون بریدونه کړي؛ ۷۳ کسان ټپیان دي

 

حوثیانو د سعودي پر اهدافو د بریدونو مسوولیت منلی او ویلي یې دي چې دا بریدونه په یمن کي د وروستیو پوځي عملیاتو په غبرګون کي شوي دي. سعودي عرب بیا د حوثیانو وروستي بریدونه «خطرناک زیاتوالی» بللی او د ځواب ورکولو خبره یې کړې ده.

 

د ۳۲ هوايي بریدونو په اړه تر دې دمه د سعودي عرب رسمي تایید نه دی خپور شوی او دا شمېره د حوثیانو له لوري وړاندې شوې ده.