اسلام‌ اباد : د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف وايي، چې د سعودي عرب له خوا مکې ته نږدې د حوثیانو د یو ډرون تر ویشتلو وروسته داسې حالت رامنځته شوی چې د پاکستان، سعودي عرب او ترکیې ترمنځ د مکې ګډ دفاعي تړون عملي کېدی شي.

 

خواجه اصف ،د سپتمبر په ۱۷مه، له جیو نیوز سره په مرکه کې ویلي: «زما په فکر هغه حالت اوس رامنځته شوی دی.» نوموړي وویل، پاکستان د دغه تړون پابند دی او که اړتیا پېښه شي، خپلې ذمه وارۍ به پوره کړي.

 

د پاکستان دفاع وزیر وايي، چې په تړون کې دا خبره روښانه ده چې د پاکستان، سعودي عرب یا ترکیې پر ځمکنۍ بشپړتیا او جغرافیايي حدودو وسله وال برید به پر درېواړو هېوادونو برید ګڼل کېږي.

 

هغه زیاته کړې چې که حالات نور هم خراب شي، پاکستان به له سعودي عرب سره ولاړ وي. خواجه اصف ویلي، د مکې او مدینې دفاع د پاکستان لپاره یوازې د یو تړون مسئله نه ده، بلکې پاکستان یې خپله «دیني ذمه واري» هم ګڼي.

 

سعودي وايي مکې ته نږدې یې د حوثیانو ډرون ویشتلی؛ حوثیان د مکې په نښه کول ردوي
سعودي وايي مکې ته نږدې یې د حوثیانو ډرون ویشتلی؛ حوثیان د مکې په نښه کول ردوي
البخیتي: پر مکې د برید تور د سعودي عرب دروغ دي
البخیتي: پر مکې د برید تور د سعودي عرب دروغ دي

 

سعودي عرب وايي، د سپتمبر په ۱۵مه، ماښام یې هوايي دفاع د مکې سویل ته یو ډرون هغه وخت وویشت چې د مکې ممنوعه هوايي حدودو ته د ننوتلو په حال کې و. سعودي چارواکو دا ډرون د حوثیانو بللی، خو حوثیانو ویلي چې مکه یې نه ده په نښه کړې او د دوي بریدونه د سعودي پر پوځي او د تېلو پر مرکزونو دي.

 

د مکې ګډ دفاعي تړون پاکستان، سعودي عرب او ترکیې د اګست پر اوومه لاسلیک کړی. د تړون له مخې، پر یو غړي هېواد وسله وال برید پر ټولو غړو برید ګڼل کېږي.