ریاض : د سعودي په مشرۍ پوځي ائتلاف وايي، د سعودي هوايي دفاع د یمن د حوثیانو یو ډرون د مکې سویل ته ویشتلی او له منځه وړی دی. د ائتلاف ویاند ترکي المالکي ویلي، ډرون د سپتمبر پر ۱۵مه ماښام شاوخوا ۶:۵۰ بجې، د مکې منع شوي هوايي حریم ته له ننوتلو مخکې ویشتل شوی دی.
المالکي ویلي، د مکې او مدینې د مقدسو ځایونو او زیارت کوونکو امنیت د سعودي لپاره «سره کرښه» ده او ائتلاف به د حوثیانو د بریدونو د مخنیوي لپاره لازم ګامونه واخلي. نوموړي دا له ۲۰۱۷م کال وروسته د مکې پر لور د حوثیانو دویمه هڅه بللې ده. سعودي ائتلاف ویلي وو چې د ۲۰۱۷م کال د جولایۍ پر ۲۷مه هم د حوثیانو یو بالېسټیک توغندی د مکې پر لور توغول شوی و.
حوثیانو بیا د مکې یا نورو مقدسو ځایونو د په نښه کولو خبره رد کړې ده. د حوثیانو یوې پوځي سرچینې ویلي دي چې د دوي له لوري مکې او نورو مذهبي ځایونو ته هېڅ ګواښ نشته.
حوثیانو په وروستیو ورځو کې د سعودي پر ځینو نورو هدفونو د بریدونو ذمه واري منلې ده. په دغو بریدونو کې د سعودي پر یوه هوايي اډه برید هم شامل دی چې حوثیانو ویلي، په یمن کې د سعودي د هوايي بریدونو په ځواب کې یې کړی و.
سعودي د سپتمبر پر ۱۵مه په مکه، جده، طایف او یو شمېر نورو سیمو کې امنیتي خبرداري هم خپاره کړي وو چې وروسته بېرته ختم کړل شول. تر اوسه داسې خپلواک شواهد نه دي خپاره شوي چې وښيي ویشتل شوی ډرون په مشخص ډول کوم هدف ته روان و. سعودي وايي هدف یې مکه وه، خو حوثیان دا خبره ردوي.


شال نیوز